news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ایران: د هرات له لارې دې د اورګاډي پټلۍ د ازبکستان تر پولې وغځول شي

ایران: د هرات له لارې دې د اورګاډي پټلۍ د ازبکستان تر پولې وغځول شي

ایران: د هرات له لارې دې د اورګاډي پټلۍ د ازبکستان تر پولې وغځول شي

(بریانیو دوشنبه (۲۷/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

د ایران د لارو او ښار جوړونې وزیرې فرزانه صادق په قزاقستان کې د ټرانس‌افغان ترانزیټي دهلېز په اړه یوې غونډې ته د وینا پر مهال وړاندیز کړی چې د افغانستان د هرات له لارې دې د اورګاډي پټلۍ د ازبکستان تر پولې وغځول شي، څو د سیمې د هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې پیاوړې او نړیوالو بندرونو ته د لاسرسي فرصتونه زیات شي

صادق ویلي، د دې پټلۍ پراختیا کولای شي د مرکزي اسیا هېوادونو ته ازادو اوبو ته د رسېدو نوې لارې برابرې کړي. نوموړې ټینګار کړی چې د اورګاډي شبکه باید د مرکزي اسیا او چین له اوسنیو ترانسپورتي لارو سره هم ونښلول شي، څو د توکو د لېږد رالېږد بهیر چټک او د سیمې اقتصادي اړیکې پراخې شي

هغې د ایران د چابهار بندر پر ظرفیت هم ټینګار کړی او له ترکیې او اروپايي هېوادونو سره د ترانسپورتي نښلونې د طرحو د پیاوړتیا غوښتنه یې کړې ده. د دغو لارو پراختیا به د سیمې د هېوادونو لپاره د سوداګرۍ او ترانزیټ بدیل فرصتونه رامنځته کړي

په قزاقستان کې په دې غونډه کې د افغانستان، ایران، قزاقستان، ازبکستان او پاکستان استازو ګډون کړی و. د غونډې مهم بحثونه د ټرانس‌افغان ترانزیټي دهلېز پراختیا، د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د رېل پټلۍ نښلول او د سیمه‌ییزې سوداګرۍ لپاره د نویو لارو جوړول وو

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto