کرېکټ : افغان کرېکټ لوبډله نن له زیمبابوې سره مخامخ کېږي
(بریانیو دوشنبه (۲۷/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله نن، دوشنبه، د افغانستان، بنګلهدېش او زیمبابوې ترمنځ د درې اړخیزې یو ورځنۍ لوبلړۍ په دویمه لوبه کې له زیمبابوې سره سیالي کوي
ټاکل شوې چې دا لوبه د افغانستان پر وخت د مازدیګر په ۴ بجو د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې د شیخ زاید په لوبغالي کې پیل شي
د دغې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې زیمبابوې بنګلهدېش ته د ۹۹ منډو په توپیر ماتې ورکړې وه او په دې توګه یې د سیالیو پیل په بریا کړی و. اوس به افغان لوبډله هڅه کوي چې د زیمبابوې پر وړاندې بریا خپله کړي او په لوبلړۍ کې خپل دریځ پیاوړی کړي
د درې اړخیزې لوبلړۍ سیالۍ د اکتوبر له ۱۷مې تر ۲۳مې پورې په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي او د پایلوبې لپاره به دوه غوره لوبډلې یو بل ته مخامخ شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1938
-
اخبار افغانستان
1041
-
مقاله
816
-
سیاست
396
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl