ملي کرکټ : د چټکو توپاچوونکو د موندنې لپاره د «تندر» په نوم لړۍ پیلېږي
(بریانیوزجمعه(۱۰/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
په افغانستان کې د چټکو توپاچوونکو د موندلو لپاره د «تندر» په نوم د استعداد موندنې پراخ پروګرام پیلېږي، چې د اکټوبر میاشتې په اوږدو کې به د هېواد په څو ولایتونو کې ترسره شي
په دې لړۍ کې هغه ځوان لوبغاړي ګډون کولی شي چې عمرونه یې له ۱۹ تر ۲۶ کلونو وي، لږ تر لږه ۱۸۰ سانتيمتره قد ولري او توپ لږ تر لږه په ساعت کې ۱۴۰ کیلومتره چټکتیا سره وغورځولی شي. د ګډون لپاره د برېښنايي تذکرې لرل هم شرط ټاکل شوی دی
ټاکل شوې چې د دې لړۍ لومړۍ ازموینې د اکټوبر په څلورمه او پنځمه په کندوز کې ترسره شي. ورپسې به په هرات، کندهار، کابل، خوست، پکتیا او کونړ کې ازموینې واخیستل شي او وروستۍ مرحله به د اکټوبر په ۲۷مه په ننګرهار کې ترسره شي
د دې پروګرام موخه د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه د چټکو توپاچوونکو د وړتیا لرونکو لوبغاړو موندل او د هغوی د لا پرمختګ لپاره د لوړې کچې روزنیز بهیر ته ور داخلول دي
بلخوا، پر کرکټ بورډ داسې نیوکې هم کېږي چې د استعداد موندنې له لارې د چټکو توپاچوونکو تر پېژندلو وروسته د ځینو لوبغاړو د لا پرمختګ او لوبیز فرصتونو لپاره کافي زمینه نه برابروي؛ خو د دغو نیوکو په اړه د بورډ له لوري په تازه اعلامیه کې مشخص وضاحت نه دی ورکړل شوی
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1872
-
اخبار افغانستان
992
-
مقاله
796
-
سیاست
374
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl