میرویس عزیزي: د برېښنا د ۱۰ زره مېګاواټه پروګرام د پروژو پرمختګ مو وارزاوه
بریانیوز- چهارشنبه ۳۱ سرطان ١٤٠٥
کابل – د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي ویلي، کابل ته د خپل لنډ کاري سفر پر مهال یې د افغانستان د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا د تولید پروګرام په چوکاټ کې د عزیزي انرژۍ له لوري د روانو پروژو پرمختګ ارزولی دی
عزیزي په یوه بیان کې ویلي، د سفر پر مهال یې د پروژو له تخنیکي او اجرایي ټیمونو سره لیدلي او د کارونو د پرمختګ په اړه یې معلومات ترلاسه کړي دي. هغه زیاته کړې چې د طالبانو د حکومت له یو شمېر لوړپوړو چارواکو، په ځانګړي ډول د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، سره یې هم کتلي دي
د نوموړي په وینا، د ملا برادر په مشرۍ په ځانګړې غونډه کې د کابل، پروان او غزني ولایتونو د برېښنايي پروژو د پرمختګ راپورونه وړاندې شول او د راتلونکو پړاوونو، چمتووالي او د دولتي ادارو او خصوصي سکټور ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا په اړه خبرې وشوې
تر دې وړاندې د طالبانو حکومت هم ویلي وو چې د دغو پروژو لپاره اړین تجهیزات برابر شوي او د عملي چارو د پیل لپاره چمتووالی روان دی
میرویس عزیزي ټینګار کړی چې د دغو ستراتیژیکو پروژو پر وخت بشپړېدل د حکومت او عزیزي انرژۍ ترمنځ نږدې همکارۍ ته اړتیا لري، ځکه د ده په وینا، دا پروژې کولی شي د افغانستان د برېښنا د کمښت په راکمولو او اقتصادي ودې کې مهم رول ولوبوي
خو د انرژۍ یو شمېر کارپوهان وايي، د دغې پراخې پروژې د بریا لپاره د پانګونې د سرچینو، تخنیکي ظرفیت، روښانه مهالوېش او اغېزمن مدیریت په اړه لا هم وضاحت ته اړتیا شته. د دوی په باور، که دا پروژې په بریالیتوب پلې شي، د هېواد د انرژۍ په سکټور کې به د پام وړ بدلون رامنځته کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?