پخواني ولسمشر محمد اشرف غني: له ولس سره ژمنه باید د ستونزو او ناورینونو پر مهال هم څرګنده شي
بریانیوز- چهارشنبه ۳۱ سرطان ١٤٠٥
کابل – پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د نورستان ولایت ته د خپل ۱۳۹۵ کال د سفر یادونه کړې او ویلي یې دي چې هغه مهال د ولس د خدمت لپاره په داسې سختو هوايي شرایطو کې دې ولایت ته تللی و چې چورلکو یې د خوندي ناستې لپاره مناسب ځای نه شو موندلای
غني ویلي، د ۱۳۹۵ کال د دلوې په میاشت کې هغه مهال نورستان ته سفر وکړ چې سختو واورو او توپانونو د سیمې اوسېدونکو ته زیانونه اړولي وو. نوموړي ټینګار کړی چې له خلکو سره ژمنه یوازې د عادي شرایطو پر مهال نه، بلکې د ستونزو، دردونو او طبیعي پېښو پر وخت هم باید عملي شي
د نوموړي څرګندونې په داسې حال کې دي چې تېره ورځ د نورستان مرکز پارون کې سختو سېلابونو پراخه مرګژوبله اړولې او ګڼو کورنیو ته یې زیان رسولی دی. تر اوسه د سیمې د وضعیت په اړه اندېښنې شته او د مرستو د چټک رسېدو غوښتنې کېږي
غني ویلي، نورستان یوازې د ښکلا او سیاحت سیمه نه ده، بلکې د طبیعي زیرمو له پلوه هم مهم ولایت دی. هغه د لیتیمو کانونو یادونه کړې او ویلي یې دي چې نړیواله ټولنه د افغانستان د طبیعي سرچینو په اړه لېوالتیا لري
نوموړي زیاته کړې، د خپل حکومت پر مهال یې غوښتل چې د پارون ښار پراختیا ومومي او نورستان له کونړ، بدخشان او وروسته د چین له پولې سره ونښلول شي، څو دغه سیمه د سوداګرۍ او اقتصادي ودې لپاره مهمه لار وګرځي
د نورستان د وروستیو سېلابونو له امله تر دې دمه د ۲۳ کسانو د مړینې او شاوخوا ۸۰ کسانو د ټپي کېدو راپورونه ورکړل شوي، په داسې حال کې چې له ۱۰۰ ډېر کسان لا هم ورک بلل کېږي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?