news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ټرمپ: د ایران د «پک‌اکس ماونټن» اټومي تاسیسات به ډېر ژر په نښه کړو

ټرمپ: د ایران د «پک‌اکس ماونټن» اټومي تاسیسات به ډېر ژر په نښه کړو

ټرمپ: د ایران د «پک‌اکس ماونټن» اټومي تاسیسات به ډېر ژر په نښه کړو

بریانیوز- چهارشنبه ۳۱ سرطان ١٤٠٥

واشنګټن – د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، متحده ایالات به د ایران د «پک‌اکس ماونټن» په نوم ځمکلاندې اټومي تاسیسات «ډېر ژر او په ډېر شدت» په نښه کړي

د نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ پوځي کړکېچ ورځ تر بلې زیاتېږي

ټرمپ ویلي، امریکا به د ایران هغه اټومي مرکزونه په نښه کړي چې د ده په وینا د تهران د اټومي پروګرام مهمه برخه جوړوي. هغه ټینګار کړی چې د امریکا اقدامات به پرېکنده او سخت وي

«پک‌اکس ماونټن»، چې په ایران کې د «کوه کلنګ» په نوم هم پېژندل کېږي، د نطنز اټومي مرکز ته نږدې د غرونو په منځ کې جوړ شوی ځمکلاندې تاسیسات دي. د راپورونو له مخې، دغه مرکز د سنټریفیوژونو د جوړولو، ساتنې او د یورانیمو د غني کولو له پروسې سره تړلي فعالیتونه ترسره کوي

د اټومي چارو شنونکي وایي، دغه تاسیسات شاوخوا سل متره د ځمکې لاندې موقعیت لري او د ژور جوړښت له امله یې په نښه کول له پوځي پلوه یو ستونزمن ماموریت ګڼل کېږي

د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، اسراییلي استخباراتو اټکل کړی چې ایران تېر کال د خپلو سنټریفیوژونو یوه برخه همدې مرکز ته لېږدولې وه، خو لا هم روښانه نه ده چې دا کار د اټومي فعالیتونو د پراخولو لپاره شوی او که د تجهیزاتو د خوندي ساتلو لپاره

تر دې مخکې هم د ایران یو شمېر اټومي تاسیسات د بریدونو هدف ګرځېدلي، خو د «پک‌اکس ماونټن» مرکز تر اوسه خوندي پاتې شوی و. تر اوسه ایراني چارواکو د ټرمپ د وروستیو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto