د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده د یوه نوي فرمان له مخې د دې ډلې شپږ لوړپوړي چارواکي، چې په کې والي، د امنیې قوماندان او یو شمېر نور محلي مسئولان شامل دي، له دندو بدل او نوې دندې یې ورسپارلې دي.
بریانیوز- چهارشنبه ٣١ سرطان ١٤٠٥
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د چهارشنبې په ورځ، د سرطان په ۳۱مه، وویل چې د فرمان له مخې محمد اسماعیل راسخ، چې مخکې د جوزجان د امنیې قوماندان و، د همدې ولایت د نوي والي په توګه ټاکل شوی دی.
د دغه فرمان له مخې، عبدالکریم نافذ، چې مخکې د طالبانو د ۲۱۷ عمري قولاردو مرستیال و، د جوزجان د امنیې قوماندان ټاکل شوی او عبدالله سرحدي، چې د جوزجان پخوانی والي و، د ۲۱۷ عمري قولاردو د مرستیال په توګه ګمارل شوی دی.
هبتالله اخوندزاده په کندهار او هرات ولایتونو کې هم نوې ګمارنې کړې دي. د فرمان له مخې، د کندهار پوهنتون پخوانی رئیس عبدالرحمن طیبي د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مرستیال (معین) په توګه ټاکل شوی، او عبدالرحمن غزنوي، چې مخکې د طالبانو د سترې محکمې د دارالافتا غړی و، د کندهار پوهنتون د رئیس په توګه ګمارل شوی دی.
همداراز، عتیقالله عزیزي، چې مخکې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال و، د هرات ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ټاکل شوی دی.
د طالبانو په اداري جوړښت کې دا ډول بدلونونه تر ډېره د مسلکي وړتیا او اړوندې تجربې پر ځای د سیاسي او ډلهییزو ملاحظاتو پر بنسټ ترسره کېږي، په ځانګړي ډول په امنیتي او مهمو حکومتي بستونو کې.
شنونکي وايي، وروستۍ ګمارنې یو ځل بیا څرګندوي چې د طالبانو په حکومت کې د مهمو دولتي بستونو د ټاکنې وروستۍ پرېکړه د دې ډلې د مشر هبتالله اخوندزاده له لوري کېږي او د کابل د وزارتونو د مسئولانو رول په دې بهیر کې محدود دی.
د طالبانو ډېری ټاکنې د مشر پر وړاندې د وفادارۍ، ایډیالوژیکې تړاو او جګړهییزې مخینې پر بنسټ ترسره کېږي، نه د علمي تخصص او اداري تجربې له مخې.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?