د هرات ولایت د اوبې ولسوالۍ ځايي سرچینې وایي، چې د دې ولسوالۍ یو سیمهییز مخور د وسلهوال برید په ترڅ کې وژل شوی دی.
بریانیوز- چهارشنبه، ٣١ سرطان ١٤٠٥
د سرچینو د معلوماتو له مخې، وژل شوی کس ارباب جمعهګل ساغري نومېده او د اوبې ولسوالۍ د ملا میرحسن کلي اوسېدونکی و. نوموړي د ولسوالۍ په بازار کې دوکان درلود.
سرچینې زیاتوي، چې ارباب جمعهګل ساغري پرون، د سېشنبې په ورځ (د سرطان ۳۰مه)، شاوخوا د غرمې په ۱۲:۰۰ بجو، هغه مهال چې د ولسوالۍ له مرکز څخه خپل کور ته روان و، د طالبانو د استخباراتو ریاست څخه شاوخوا سل متره لرې د وسلهوال برید هدف وګرځېد او ووژل شو.
تر اوسه د برید د عاملینو او انګېزې په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي، او طالب چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1718
-
اخبار افغانستان
867
-
مقاله
584
-
سیاست
214
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl