news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

هلمند : د ۸۰ کلن سړي او ۸ کلنې ماشومې د نکاح هڅه ودرول شوه

هلمند :   د ۸۰ کلن سړي او ۸ کلنې ماشومې د نکاح هڅه ودرول شوه

هلمند :   د ۸۰ کلن سړي او ۸ کلنې ماشومې د نکاح هڅه ودرول شوه

 بریانیوز دوشنبه ( ۹/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

 د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د یوې اته کلنې ماشومې او یوه ۸۰ کلن سړي د نکاح هڅه د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر اړوندو کسانو له لوري درول شوې ده

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ویلي، د ماشومې پلار غوښتل خپله اته کلنه لور له دغه سپین‌ږیري سړي سره په نکاح کړي، خو د امر بالمعروف محتسبینو د پېښې له خبر کېدو وروسته د نکاح د ترسره کېدو مخه نیولې ده

د سرچینو په وینا، د ماشومې د نکاح موضوع د هغې د کم عمر له امله د اندېښنې وړ بلل شوې او د چارواکو په مداخله کې د دې واده د ترسره کېدو مخه نیول شوې ده. ځینې راپورونه بیا ادعا کوي چې د ماشومې پلار غوښتل خپله لور د ډېرو پیسو په بدل کې دغه سپین‌ږیري سړي ته ورکړي

د ماشومانو کم‌عمره ودونه په افغانستان کې له اوږدې مودې راهیسې یوه جدي ټولنیزه ستونزه بلل کېږي. د بې‌وزلۍ، اقتصادي فشارونو او د کورنیو د سختو شرایطو له امله ځینې نجونې په کم عمر کې واده کولو ته اړ کېږي

طالبان وايي، د جبري ودونو او د ښځو او نجونو د حقونو د سرغړونو د مخنیوي لپاره اقدامات کوي او د ښځو د حقونو موضوع د دوی د ادعا له مخې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې تنظیمېږي

د ماشومانو د حقونو ملاتړي بنسټونه ټینګار کوي چې کم‌عمره ودونه د نجونو پر زده‌کړو، روغتیا، رواني وضعیت او راتلونکي ژوند ژورې اغېزې لري او د ماشومانو د خوندیتوب لپاره باید جدي اقدامات وشي

دا پېښه په داسې وخت کې شوې چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو د حقونو، زده‌کړو او ټولنیز ژوند په اړه نړیوالې اندېښنې لا هم دوام لري

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto