د ژغورنې نړیواله کمېټه: نږدې نیمایي افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري
بریانیوز دوشنبه ( ۹/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
کابل — د ژغورنې نړیوالې کمېټې د افغانستان د پروګرامونو مرستیال مشر بوستان فهیم وايي، افغانستان لا هم له ژور بشري ناورین سره مخ دی او نږدې نیمایي وګړي یې د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري
فهیم په یوه مرکه کې ویلي، شاوخوا ۵۰ سلنه افغانان پر بشري مرستو متکي دي او د ستونزو پر وړاندې د ډېرو کورنیو او ټولنو د مقاومت وړتیا کمه شوې ده
نوموړي د افغانستان پر اقتصادي وضعیت د اقلیمي بدلون او وچکالۍ اغېزې هم جدي بللې دي. د هغه په وینا، د هېواد شاوخوا ۷۰ سلنه وګړي پر کرنې او مالدارۍ خپل ژوند پر مخ وړي او د بارانونو کموالی د میلیونونو خلکو معیشت له ستونزو سره مخ کړی دی
فهیم ټینګار کړی چې د افغانستان روان بشري بحران یوازې د بېړنیو مرستو له لارې نه شي هوارېدای، بلکې د خلکو د اقتصادي پیاوړتیا، د کار زمینه برابرولو او د معیشت د دوام لپاره اوږدمهاله پانګونې ته اړتیا ده
د ژغورنې نړیواله کمېټه وايي، په افغانستان کې یې د روغتیا، تغذیې، پاکو اوبو، خوندیتوب او اقتصادي پیاوړتیا په برخو کې پروګرامونه فعال دي او اوس مهال ۱۵ روغتیايي مرکزونه هم چلوي
د دې ادارې د چارواکو په باور، د افغانستان د بشري ستونزو د کمولو لپاره باید د بېړنیو مرستو ترڅنګ داسې اوږدمهاله پروګرامونه پلي شي چې افغانې کورنۍ وکولای شي په راتلونکي کې له بهرنیو مرستو پرته خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?