news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

برېښنا : تخنیکي ستونزې د ترکمنستان وارداتي برېښنا افغانستان کې پرې کړه

برېښنا : تخنیکي ستونزې د ترکمنستان وارداتي برېښنا افغانستان کې پرې کړه

برېښنا : تخنیکي ستونزې د ترکمنستان وارداتي برېښنا افغانستان کې پرې کړه

 بریانیوز سه شنبه ( ۱۰/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

کابل — د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د یکشنبې په ورځ شاوخوا مازیګر پنځه بجې د ترکمنستان له لوري افغانستان ته واردېدونکې برېښنا په دغه هېواد کې د برېښنا شبکې د تخنیکي ستونزې له امله په پنځو نقطو کې پرې شوې ده

د افغانستان برېښنا شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د برېښنا پرې کېدو اغېز د ۲۲۰ کیلوولټ اندخوی، ۱۱۰ کیلوولټ اندخوی، شپږ کیلوولټ فاریاب، ۱۱۰ کیلوولټ بادغیس او ۲۲۰ کیلوولټ هرات پر لینونو شوی دی

د دغه شرکت په وینا، د ترکمنستان د وارداتي برېښنا پرې کېدو له امله بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب، بادغیس او هرات ولایتونه په بشپړه توګه له وارداتي برېښنا بې‌برخې شوي او د سمنګان او بغلان ځینې برخې هم اغېزمنې شوې دي

افغانستان برېښنا شرکت وايي، له ترکمنستان د برېښنا له ادارې «ترکمن‌انرګو» سره یې اړیکې نیولې او له دغه هېواد څخه یې غوښتي چې د برېښنا لېږد افغانستان ته ژر تر ژره بېرته پیل کړي

د شرکت د معلوماتو له مخې، ترکمن لوري ویلي چې د دغه هېواد د برېښنا په ملي شبکه کې پراخه تخنیکي ستونزه رامنځته شوې، چې له امله یې د افغانستان پر لور د برېښنا د لېږد بهیر هم درېدلی دی

تر اوسه د دې تخنیکي ستونزې د هواري او افغانستان ته د برېښنا د بېرته وصلېدو لپاره کره وخت نه دی اعلان شوی

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto