news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ملګري ملتونه: افغانستان کې له ۱۰۰ ډېر د خوارځواکو ماشومانو د درملنې مرکزونه تړل شوي

ملګري ملتونه: افغانستان کې له ۱۰۰ ډېر د خوارځواکو ماشومانو د درملنې مرکزونه تړل شوي

ملګري ملتونه: افغانستان کې له ۱۰۰ ډېر د خوارځواکو ماشومانو د درملنې مرکزونه تړل شوي

 بریانیوز دوشنبه ( ۹/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

کابل — ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د بشري مرستو د بودجې د کمښت له امله له ۱۰۰ ډېر روغتیايي مرکزونه تړل شوي چې په ځانګړي ډول په کې د خوارځواکو ماشومانو درملنه کېده

د ملګرو ملتونو د نړیوالو اړیکو مرستیالې میلیسا فلیمینګ ویلي، په افغانستان کې شاوخوا ۳.۷ میلیونه ماشومان له حادې خوارځواکۍ سره مخ دي چې نږدې یو میلیون یې په سخت او د ژوند ګواښوونکي حالت کې دي

فلیمینګ خبرداری ورکړی چې د مرستو د بودجې کمښت د ماشومانو لپاره د ژوند ژغورونکو روغتیايي او تغذیوي خدمتونو د وړاندې کولو بهیر له جدي ستونزو سره مخ کړی دی

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، افغانستان په داسې حال کې له پراخ بشري بحران سره مخ دی چې میلیونونه کسان، په ځانګړي ډول ماشومان، د خوړو، روغتیايي خدمتونو او نورو لومړنیو مرستو اړتیا لري

یونیسف اټکل کړی چې په ۲۰۲۶ کال کې به په افغانستان کې ۲۱.۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري، چې له ډلې یې شاوخوا ۱۱.۶ میلیونه ماشومان دي. دغه بنسټ د ژوند ژغورونکو مرستو او اړینو خدمتونو د دوام لپاره د نږدې ۹۴۹ میلیونه ډالرو بېړنۍ غوښتنه هم کړې ده

د مرستو د دوام لپاره د مالي سرچینو کمښت په داسې حال کې دی چې په افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکي، وچکالي، بې‌وزلي او د روغتیايي خدمتونو محدودیتونه د میلیونونو کورنیو ژوند له جدي ننګونو سره مخ کړی دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto