news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

کابل : د امریکا د شل کلن پوځي حضور پای؛ پنځه کاله وړاندې وروستی امریکايي سرتېری له افغانستانه ووت

کابل : د امریکا د شل کلن پوځي حضور پای؛ پنځه کاله وړاندې وروستی امریکايي سرتېری له افغانستانه ووت

کابل : د امریکا د شل کلن پوځي حضور پای؛ پنځه کاله وړاندې وروستی امریکايي سرتېری له افغانستانه ووت

 بریانیوز دوشنبه ( ۹/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

نن د اګست ۳۱مه د افغانستان په معاصر تاریخ کې له هغې ورځې سره برابره ده چې پنځه کاله وړاندې د امریکا وروستی سرتېری له افغانستانه ووت او په دغه هېواد کې د واشنګټن نږدې شل کلن پوځي حضور پای ته ورسېد

امریکايي ځواکونو د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته د همدې کال په اکتوبر کې پر افغانستان پوځي عملیات پیل کړل. د جګړې اصلي موخه د القاعدې او د هغې د مشر اسامه بن لادن پر ضد مبارزه او د طالبانو د حکومت نسکورول وو.

له نږدې دوو لسیزو جګړې وروسته، د امریکا وروستی پوځي پرواز د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۳۰مه له کابل څخه پورته شو. تورن جنرال کریس ډوناهیو هغه وروستی امریکايي سرتېری و چې له افغانستانه ووت.

د امریکايي ځواکونو وتل د افغانستان د جمهوریت له سقوط او د طالبانو له بیا واکمنېدو سره نږدې هم‌مهاله وو. طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه کابل ته ننوتل او له هغې وروسته د امریکا او متحدینو د ځواکونو د وتلو لپاره د کابل هوايي ډګر له لارې پراخ تخلیه‌ییز عملیات ترسره شول

د وتلو وروستۍ ورځې له سختو امنیتي پېښو سره هم مخ وې. د اګست پر ۲۶مه د کابل هوايي ډګر د «ابي ګېټ» ترڅنګ ځانمرګي برید کې ۱۳ امریکايي سرتېري او ګڼ افغان ملکیان ووژل شول. د دې برید له امله د امریکايي ځواکونو د وتلو څرنګوالی او د جګړې وروستۍ پرېکړې لا هم په امریکا کې د پراخو سیاسي او پوځي بحثونو موضوع دي

د افغانستان د جګړې په شلو کلونو کې زرګونه امریکايي او افغان سرتېري او ملکیان ووژل شول، پراخې اقتصادي او ټولنیزې سرچینې ولګېدې او د افغانستان سیاسي جوړښت هم په پای کې له جدي بدلون سره مخ شو

پنځه کاله وروسته، د امریکا د جګړې میراث، د ځواکونو د وتلو پرېکړه، د کابل د سقوط لاملونه او د افغانستان د راتلونکي په اړه د واشنګټن تګلاره لا هم د بحثونو له مهمو موضوعاتو څخه دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto