news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

محمود خان اچکزی: افغانستان په سیمه‌ییزو ناستو کې تر ډېره له امنیتي پلوه څېړل کېږي

محمود خان اچکزی: افغانستان په سیمه‌ییزو ناستو کې تر ډېره له امنیتي پلوه څېړل کېږي

محمود خان اچکزی: افغانستان په سیمه‌ییزو ناستو کې تر ډېره له امنیتي پلوه څېړل کېږي

 بریانیوز دوشنبه ( ۹/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

اسلام‌اباد — د پښتونخوا عوامي ملي ګوند مشر او د پاکستان د ملي شورا د مخالفانو مشر محمود خان اچکزي وايي، افغانستان په سیمه‌ییزو ناستو او بحثونو کې تر ډېره د امنیتي ستونزو له زاویې څېړل کېږي

اچکزي ټینګار کړی چې د افغانستان موضوع باید یوازې د امنیتي اندېښنو له مخې ونه ارزول شي، بلکې د دغه هېواد سیاسي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت هم باید د سیمه‌ییزو بحثونو مهمه برخه وي

نوموړي په خپلو وروستیو څرګندونو کې د افغانستان پر وضعیت د سیمه‌ییزو هېوادونو د سیاستونو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې د افغانستان د ستونزو د حل لپاره باید د پوځي او امنیتي لارو پر ځای د خبرو، سیاسي تفاهم او سیمه‌ییزې همکارۍ پر لارو تمرکز وشي

ایراف - اخبار افغانستان و ایران

د اچکزي په باور، د افغانستان بې‌ثباتي یوازې د دغه هېواد پر وضعیت اغېز نه کوي، بلکې د سیمې پر امنیت، اقتصاد او اړیکو هم مستقیم اغېز لرلی شي

نوموړي تر دې مخکې هم ویلي وو چې د افغانستان په اړه د اسلام‌اباد هر ډول پوځي مداخله به د پاکستان لپاره درنې پایلې ولري او د دواړو هېوادونو ترمنځ ستونزې باید د مستقیمو خبرو له لارې حل شي


برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto