ملګري ملتونه: له هرو درېیو افغان ښځو یوه روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي له ستونزې سره مخ ده
بریانیوز سه شنبه ( ۱۰/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
کابل — د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي، په افغانستان کې له هرو درېیو ښځو څخه یوې ویلي چې روغتیايي خدمتونو ته یې لاسرسی د روان وضعیت له امله اغېزمن شوی دی
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په وینا، په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د زدهکړو او کار محدودیتونو د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د روزنې او دندو پر فرصتونو هم منفي اغېز کړی دی
دغه اداره وايي، د ښځینه ډاکټرانو، روغتیاپالو او قابلو د شمېر او فعالیت محدودېدل کولی شي د هغو ښځو لپاره ستونزې لا زیاتې کړي چې د روغتیايي خدمتونو د ترلاسه کولو لپاره ښځینه کارکوونکو ته اړتیا لري
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ټینګار کړی چې د ښځو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی د هغوی له بنسټیزو حقونو څخه دی او په دې برخه کې محدودیتونه کولی شي د ښځو او نجونو پر روغتیا او ژوند ناوړه اغېزې ولري
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د زدهکړو، کار او ټولنیز حضور پر محدودیتونو د نړیوالو بنسټونو اندېښنې لا هم دوام لري
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1776
-
اخبار افغانستان
935
-
مقاله
706
-
سیاست
312
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl