مدیترانه سمندر: اروپايي ځواکونو په مدیترانه کې روسي د تېلو ټانکر ودرولو
بریانیوز سه شنبه ( ۱۰/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
مدیترانه — د اروپايي ټولنې اړوند «ایریني» سمندري عملیاتو ځواکونو په مدیترانه سمندر کې د روسیې اړوند د تېلو یوه ټانکر بېړۍ د نړیوالو سمندري قوانینو د احتمالي سرغړونې په شک درولې ده
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشره کایا کالاس وايي، د روسیې د تش په نوم «سیوري بېړۍ» له لارې د تېلو پلور د اوکراین پر وړاندې د مسکو د جګړې د تمویل له مهمو سرچینو څخه دی
کالاس په خپله ټولنیزه پاڼه کې ویلي، اروپا هڅه کوي د روسیې د تېلو د غیرقانوني صادراتو لارې محدودې کړي او د دغو بېړیو فعالیتونه وڅاري
د اروپايي چارواکو په وینا، د «ایریني» عملیاتو ځواکونو په وروستیو میاشتو کې د روسیې د سیوري بېړیو په تړاو شپږمه بېړۍ درولې ده
اروپايي ټولنه وايي، د روسیې د سیوري بېړۍ د نړیوالو بندیزونو د مخنیوي او د مسکو د انرژۍ د صادراتو د دوام لپاره کارول کېږي. اروپايي هېوادونه هڅه کوي د دغو بېړیو د فعالیتونو د محدودولو له لارې د روسیې د جګړې پر مالي سرچینو فشار زیات کړي
دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې د اوکراین جګړې له دوام سره، اروپايي هېوادونه د روسیې پر انرژۍ او اقتصادي سرچینو د فشارونو د زیاتولو لپاره خپلو اقداماتو ته دوام ورکوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1778
-
اخبار افغانستان
935
-
مقاله
709
-
سیاست
315
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl