د لبنان د پارلمان مشر: اسرائیل غواړي د لبنان تاریخي حافظه له منځه یوسي
بریانیوز سه شنبه ( ۱۰/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
بیروت — د لبنان د پارلمان مشر نبیه بري وايي، اسرائیل د لبنان د کلیو او ښارونو په ویجاړولو سره یوازې فزیکي زیان نه اړوي، بلکې د دغه هېواد د تاریخي حافظې او ملي هویت د له منځه وړلو هڅه هم کوي
بري ویلي، لبنان باید کورنیو جګړو، سیاسي وېش او خطرناکو امنیتي او سیاسي سقوطونو ته ونه ټېل وهل شي. نوموړي ټینګار کړی چې د اوسني وضعیت حساسیت د دې اجازه نه ورکوي چې څوک په خپل سر د هېواد د راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي
د لبنان د پارلمان مشر ادعا کړې چې د اسرائیل اصلي هدف یوازې حزبالله یا امل غورځنګ نه دی، بلکې د هغه په وینا، د لبنان دننه د اختلافونو او فتنې رامنځته کول هم د اسرائیل له مهمو موخو څخه دي
بري زیاته کړې چې لبنان د هغو خلکو او کورنیو وطن دی چې د اسرائیلي بریدونو له امله یې خپل عزیزان له لاسه ورکړي دي. نوموړي ویلي، په اوسنیو شرایطو کې باید د هېواد ملي حاکمیت او د خلکو یووالی وساتل شي
د هغه څرګندونې په داسې حال کې دي چې د لبنان په سوېلي سیمو کې د اسرائیلو پوځي فعالیتونه او بریدونه لا هم د بیروت او حزبالله ترمنځ د اړیکو او د هېواد د امنیتي راتلونکي په اړه بحثونه تود ساتلي دي. د وروستیو راپورونو له مخې، د اسرائیلي ځواکونو حضور او بریدونه د لبنان د حکومت لپاره د حزبالله د نفوذ کمولو او د دولت د واک د پراخولو هڅې هم له ستونزو سره مخ کوي
بري ټینګار کړی چې د اوسني حساس پړاو په ترڅ کې هر ډول هوکړه باید د ملي ګټو، سیاسي اجماع او د لبنان د حاکمیت په پام کې نیولو سره وشي، نه د یوه لوري د خپلسرې پرېکړې له لارې
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?