news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

اسلام‌اباد : شهباز شریف له پزشکیان څخه پاکستان ته د رسمي سفر غوښتنه وکړه

اسلام‌اباد : شهباز شریف له پزشکیان څخه پاکستان ته د رسمي سفر غوښتنه وکړه

اسلام‌اباد : شهباز شریف له پزشکیان څخه پاکستان ته د رسمي سفر غوښتنه وکړه

 بریانیوز سه شنبه ( ۱۰/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

اسلام‌اباد — د پاکستان د لومړي وزیر دفتر وايي، شهباز شریف د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان څخه پاکستان ته د رسمي سفر غوښتنه کړې او په بدل کې پزشکیان هم د پاکستان لومړي وزیر ته تهران ته د سفر بلنه ورکړې ده

د پاکستان د لومړي وزیر دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، شهباز شریف له پزشکیان سره په لیدنه کې له نوموړي وغوښتل چې په لومړي مناسب فرصت کې اسلام‌اباد ته رسمي سفر وکړي

د اعلامیې له مخې، د ایران ولسمشر هم شهباز شریف ته بلنه ورکړې چې د اقتصادي همکاریو سازمان (اکو) د مشرانو په غونډه کې د ګډون لپاره د ۲۰۲۶ کال په ډسمبر کې تهران ته سفر وکړي

تمه ده د دواړو مشرانو ترمنځ په دغو سفرونو کې د پاکستان او ایران پر دوه اړخیزو اړیکو سربېره د سوداګرۍ، اقتصاد، سرحدي همکاریو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه خبرې وشي

د پاکستان او ایران ترمنځ په وروستیو کلونو کې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د ګډو سرحدي ستونزو د حل لپاره د اړیکو د پیاوړتیا هڅې زیاتې شوې دي

د دواړو هېوادونو مشران ټینګار کوي چې د لوړپوړو چارواکو تګ راتګ کولی شي د دوه اړخیزو اړیکو د لا پراختیا زمینه برابره کړي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto