امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ: ایران باید هېڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي
بریانیوز چهار شنبه ( ۱۱/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، ایران باید هېڅکله اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړي او ادعا یې کړې چې که تهران اټومي وسلې لرلای، ښايي پر اسرائیل او د سیمې پر نورو هېوادونو یې بریدونه کړي وی
ټرمپ د ایران د نظام پر سیمهییز سیاست هم نیوکه کړې او د ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې یې د تهران بریدونه «حیرانوونکي» بللي دي. نوموړي ویلي، د ایران وروستیو اقداماتو د دغه هېواد سیمهییز ملاتړ کمزوری کړی دی
د امریکا ولسمشر په خپلو څرګندونو کې پر سویلي کوریا هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دغه هېواد د ایران په اړه له واشنګټن سره د همکارۍ لپاره کافي لېوالتیا نه ده ښودلې. د ټرمپ حکومت له سیول څخه د ایران په تړاو د امریکا د دریځ د ملاتړ غوښتنه کړې وه
ټرمپ دغه څرګندونې په داسې وخت کې کوي چې د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ یو ځل بیا زیات شوی او د جګړې د دوام له امله د نړیوالې انرژۍ بازارونه هم له بېثباتۍ سره مخ دي. د سپټمبر په لومړۍ نېټه د برېنټ تېلو بیه شاوخوا ۹۲ ډالرو ته لوړه شوې ده
نوموړي ویلي چې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته به د تېلو بیې په بېساري ډول راکمې شي. خو د بازار وروستي وضعیت ښيي چې د سیمې روان امنیتي کړکېچ د تېلو د عرضې په اړه اندېښنې زیاتې کړې او بیې یې پورته کړې دي
د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو د بیا پیل امکان هم لا په بشپړه توګه له منځه نه دی تللی. د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي چې که واشنګټن د جون له اوربند هوکړې سره بېرته یو ځای شي، تهران هم چمتو دی چې ورته متقابل اقدام وکړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?