news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د شانګهای سازمان غونډه؛ د طالبانو ویاند: زموږ له ګډون پرته پرېکړې نیمګړې دي

د شانګهای سازمان غونډه؛ د طالبانو ویاند: زموږ له ګډون پرته پرېکړې نیمګړې دي

د شانګهای سازمان غونډه؛ د طالبانو ویاند: زموږ له ګډون پرته پرېکړې نیمګړې دي

 بریانیوز چهار شنبه ( ۱۱/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

کابل — د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د شانګهای همکاریو سازمان د روانې سرمشریزې په اړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې د افغانستان له ګډون پرته په دې سازمان کې هر ډول پرېکړې نیمګړې دي

مجاهد ویلي: «موږ چې په کې نه یوو، ستاسو هر ډول فیصلې نیمګړې دي.» نوموړي د شانګهای سازمان له غړو هېوادونو غوښتي چې د افغانستان د اوسنیو واکمنانو دریځ او غوښتنې هم د سیمه‌ییزو بحثونو برخه وګرځوي

د شانګهای همکاریو سازمان د ۲۰۲۶ کال سرمشریزه په بیشکک کې جوړه شوې، خو د طالبانو استازی پکې حضور نه لري. افغانستان له ۲۰۱۲ کال راهیسې د دغه سازمان د څارونکي هېواد حیثیت لري، خو طالبان په ۲۰۲۱ کال کې د بیا واکمنېدو راهیسې د سازمان په کلنیو مشرانو غونډو کې نه دي ګډون کړي

د طالبانو ویاند ادعا کړې چې دا پنځم پرله‌پسې کال دی چې د شانګهای سازمان کلنۍ غونډې ته له کابله استازی نه بلل کېږي. د افغانستان د نه بلنې موضوع په تېرو کلونو کې هم د دغه سازمان په غونډو کې مطرح شوې ده

د شنونکو په باور، د افغانستان وضعیت د شانګهای سازمان د بحثونو له مهمو موضوعاتو څخه دی، په ځانګړي ډول د ترهګرۍ، نشه‌یي توکو او سیمه‌ییز امنیت په برخو کې؛ خو د طالبانو د حکومت د نړیوالې پېژندنې نشتوالی د کابل د رسمي ګډون پر وړاندې له مهمو خنډونو څخه ګڼل کېږي

طالبان بیا ټینګار کوي چې د افغانستان په اړه هره سیمه‌ییزه پرېکړه باید د کابل له ګډون او نظر پرته ترسره نه شي، ځکه د دوی په وینا، د افغانستان امنیت او ثبات په مستقیم ډول د منځنۍ او سویلي اسیا پر امنیت اغېز کوي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto