یوناما: د جګړې قرباني ښځې له پراخ اقتصادي او ټولنیز فشار سره مخ دي
بریانیوز چهار شنبه ( ۱۱/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
کابل — د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندویه پلاوي (یوناما) په یوه تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان د جګړو قرباني شوې ښځې، په ځانګړي ډول هغه ښځې چې د کورنۍ د سرپرست د له لاسه ورکولو وروسته د کورنۍ مسؤلیت ورترغاړې شوی، له فقر، د معیشت له ستونزو او ټولنیزو محدودیتونو سره مخ دي
یوناما وايي، دغه موندنې د ۱۹۵ جګړهځپلو کسانو او د قربانیانو د کورنیو له غړو سره د ترسره شویو مرکو پر بنسټ ولاړې دي. د راپور له مخې، د کورنۍ د اصلي عاید ورکوونکي له وژل کېدو وروسته ښځې له داسې اقتصادي ستونزو سره مخ شوې چې د خپلو ماشومانو او نورو کورنیو غړو د اړتیاوو پوره کول ورته لا ستونزمن شوي دي
د ملګرو ملتونو دغه پلاوي ټینګار کړی چې د ښځو اقتصادي خپلواکي د کورنیو د ژوند د ښه کېدو لپاره مهمه ده او د کار او زدهکړو محدودیتونه د جګړې له امله زیانمنو کورنیو ستونزې لا زیاتولی شي
یوناما له طالبانو غوښتي چې پر ښځو د زدهکړو او کار محدودیتونه لرې کړي او ښځو ته د کار، مسلکي زدهکړو او لوړو زدهکړو زمینه برابره کړي
په راپور کې ټینګار شوی چې د ښځو د زدهکړې او کار فرصتونو پراخول نه یوازې د هغوی د حقونو د خوندیتوب لپاره مهم دي، بلکې کولی شي له هغو کورنیو سره هم مرسته وکړي چې د جګړو له امله یې خپل اصلي عاید ورکوونکي له لاسه ورکړي دي
د ښځو پر زدهکړو او کار د محدودیتونو دوام له پراخو نړیوالو اندېښنو سره مخ دی. ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو په وار وار ویلي چې دغه محدودیتونه د افغانستان پر ټولنیز او اقتصادي وضعیت هم منفي اغېز کوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?