news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

واشنګټن : امریکا ۱۲ افغان وګړي مرکزي افریقا جمهوریت ته وشړل

واشنګټن : امریکا ۱۲ افغان وګړي مرکزي افریقا جمهوریت ته وشړل

واشنګټن : امریکا ۱۲ افغان وګړي مرکزي افریقا جمهوریت ته وشړل

 بریانیوز چهار شنبه ( ۱۱/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

واشنګټن — د امریکا حکومت ۱۲ افغان وګړي د کډوالو د ایستلو د نوې تګلارې په لړ کې د مرکزي افریقا جمهوریت ته لېږدولي دي. د راپورونو له مخې، په دې ډله کې یو ځوان افغان هم شامل دی چې تر دې مخکې یوې امریکايي محکمې د طالبانو له خوا د احتمالي ځورونې او شکنجې د وېرې له امله د هغه د افغانستان ته له ستنولو مخه نیولې وه

د دغه ځوان وکیل او د کډوالو د حقونو د ملاتړ بنسټونه وايي، د هغه د کورنۍ یو شمېر غړو له امریکايي ځواکونو سره په افغانستان کې کار کړی و. د محکمې د اسنادو له مخې، د هغه یو ورور د پخواني افغان ملي پوځ غړی و او بل ورور یې، چې د امریکا له خوا د پیلوټ په توګه روزل شوی و، وروسته د طالبانو په لاس وژل شوی دی

د شړل شویو کسانو الوتکه د شنبې په ورځ د مرکزي افریقا جمهوریت پلازمېنې بانګي ته رسېدلې ده. د کډوالو د حقونو د یوې امریکايي ادارې په وینا، په دې الوتکه کې له ۱۲ افغانانو سربېره اته ایرانیان او د نیپال او نیکاراګوا یو شمېر وګړي هم شامل وو

د کډوالو د ملاتړ بنسټونو د امریکا د حکومت پر دې تګلارې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د هغو کسانو درېیمو هېوادونو ته لېږل، چې له دغو هېوادونو سره څرګندې اړیکې نه لري، د کډوالو د قانوني خوندیتوب په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي

دا د امریکا له خوا مرکزي افریقا جمهوریت ته د افغانانو د لېږلو دویمه ورته الوتنه بلل شوې ده، چې د افغانانو د کډوالۍ او جبري ستنولو د پالیسۍ په اړه یې په واشنګټن کې د بشري حقونو د بنسټونو اندېښنې لا زیاتې کړې دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto