news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د هند لومړي وزیر : د افغانستان له پاملرنې پرته د اسیا ثبات او امنیت ناشونی دی

د هند لومړي وزیر : د افغانستان له پاملرنې پرته د اسیا ثبات او امنیت ناشونی دی

د هند لومړي وزیر : د افغانستان له پاملرنې پرته د اسیا ثبات او امنیت ناشونی دی

 بریانیوز چهار شنبه ( ۱۱/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

بیشکک — د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د شانګهای همکاریو سازمان سرمشریزې ته ویلي، د افغانستان وضعیت ته له پاملرنې پرته په اسیا کې د ثبات او امنیت ټینګښت ستونزمن دی

مودي ټینګار کړی چې افغانستان د سیمې د امنیت او ثبات په معادلو کې مهم ځای لري او د دغه هېواد وضعیت باید د سیمه‌ییزو همکاریو او امنیتي بحثونو په لړ کې له پامه ونه غورځول شي

د هند لومړي وزیر ویلي، نوي ډیلي له افغان ولس سره په بېلابېلو برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړی او هېواد به یې په راتلونکي کې هم له افغانانو سره خپلې مرستې او اړیکې روانې وساتي

نوموړي زیاته کړې چې د افغانستان د خلکو ملاتړ باید د سیمه‌ییزو هېوادونو د ګډو هڅو یوه مهمه برخه وي او د افغانستان ثبات کولی شي د ټولې اسیا پر امنیت او اقتصادي اړیکو مثبت اغېز وکړي

د مودي څرګندونې په داسې حال کې دي چې افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هېوادونو په امنیتي بحثونو کې مهم ځای لري، خو د طالبانو حکومت لا هم د دغه سازمان د رسمي غړي په توګه نه دی منل شوی

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto