news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

واشنګټن: له طالبانو سره د کانونو اقتصادي تعامل به د هغوی جیبونه پیاوړي کړي

واشنګټن: له طالبانو سره د کانونو اقتصادي تعامل به د هغوی جیبونه پیاوړي کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د امریکا غږ ته په استول شوي بیان کې طالبان د «ځانګړې نړیوالې ترهګرې ډلې» په توګه یاد کړي او ویلي یې دي چې له طالبانو سره په کانونو او منرالونو کې اقتصادي تعامل به د افغانانو پر وړاندې د دې ډلې د سخت‌دریځو سیاستونو د دوام زمینه برابره کړي.

بریانیوز- چهارشنبه ١١ سنبله ١٤٠٥

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي: «په کانونو او منرالونو کې تعامل به یوازې د طالبانو لاسونو ته پیسې ور ورسوي او د افغانانو په وړاندې د هغوی د سخت‌دریځي چلند د دوام لپاره به لاره هواره کړي.»

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي، له «فایننشال ټایمز» ورځپاڼې سره په مرکه کې له واشنګټن څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د کانونو، زیربناوو، کرنې او سوداګرۍ په برخو کې پانګونه وکړي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم په کابل کې خبریالانو ته ویلي چې طالبان له امریکا سره د «ښو دیپلوماتیکو او اقتصادي اړیکو» غوښتونکي دي.

خو واشنګټن تر اوسه د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د کانونو او منرالونو په برخه کې د پانګونې لېوالتیا نه ده ښودلې.

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست له واکمنېدو راهیسې د امریکا او نړیوالې ټولنې له لوري په رسمیت نه دي پېژندل شوي. نړیواله ټولنه له طالبانو غواړي چې د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون بشري حقونو ته درناوی وکړي او د افغانستان لپاره یو ټولګډونه حکومت رامنځته کړي.

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto