برلین : د جرمني او طالبانو ترمنځ د افغانانو د بېرته ستنولو پر همکارۍ اندېښنې
بریانیوز پنجشنبه ( ۱۲/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
برلین — د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان څېړونکې فرشته عباسي د افغانانو د بېرته ستنولو په برخه کې د جرمني او طالبانو ترمنځ د تعامل په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده
عباسي وايي، افغانستان د هغو کسانو لپاره خوندي ځای نه دی چې د طالبانو له خوا د ځورونې، خپلسرو نیونو، شکنجې او نورو جدي سرغړونو له خطر سره مخ دي. نوموړې ټینګار کوي چې هېوادونو ته د افغانانو جبري ستنول د نړیوالو بشري حقونو له مکلفیتونو سره په ټکر کې دي
د بشري حقونو د څار سازمان په وینا، جرمني په وروستیو میاشتو کې افغانستان ته د افغانانو د بېرته ستنولو بهیر بیا پراخ کړی او له طالبانو سره یې د دې بهیر د اسانتیا لپاره تخنیکي اړیکې هم زیاتې کړې دي. د جرمني حکومت بیا ټینګار کوي چې له طالبانو سره دغه اړیکې یوازې د بېرته ستنولو او اړوندو اسنادو د برابرولو لپاره تخنیکي بڼه لري او د طالبانو د رسمي پېژندنې معنا نه لري
د جرمني چارواکو د وروستي اقدام له مخې، ۲۲ افغان نارینه چې د دغه هېواد له جزايي نظام سره یې ستونزې لرلې، کابل ته ستانه کړل شوي دي. د جرمني حکومت تر دې مخکې هم د ورته قضیو په تړاو افغانستان ته د افغانانو د ستنولو الوتنې ترسره کړې دي
عباسي پر جرمني نیوکه کوي چې له یوې خوا د طالبانو د بشري حقونو پر وضعیت اندېښنه څرګندوي او له بلې خوا له دغه نظام سره د افغانانو د بېرته ستنولو لپاره عملي همکاري کوي. نوموړې وايي، د طالبانو د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د نړیوالو اندېښنو له دوام سره، افغانان باید داسې هېواد ته ونه ستنول شي چې هلته د ځورونې او ناوړه چلند له خطر سره مخ کېدای شي
د جرمني او طالبانو ترمنځ د اړیکو دا نوی پړاو په داسې حال کې رامنځته شوی چې د اګسټ په وروستیو کې د طالبانو یو تخنیکي پلاوی هم جرمني ته تللی و د جرمني د چارواکو په وینا، د دغه پلاوي د سفر موخه د افغانانو د بېرته ستنولو لپاره د اړینو اسنادو او تخنیکي چارو برابرول وو
د بشري حقونو بنسټونه اندېښنه لري چې د بېرته ستنولو د بهیر پراخېدل ښايي هغه افغانان له خطر سره مخ کړي چې په افغانستان کې د خپل تېر کار، سیاسي دریځ یا نورو دلایلو له امله د طالبانو له خوا د احتمالي ځورونې وېره لري
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?