news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

دوشنبه: د افغانستان د وضعیت په اړه د تاجکستان اندېښنې درک کوو

دوشنبه: د افغانستان د وضعیت په اړه د تاجکستان اندېښنې درک کوو

دوشنبه: د افغانستان د وضعیت په اړه د تاجکستان اندېښنې درک کوو

 بریانیوز پنجشنبه ( ۱۲/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

دوشنبه — د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د تاجکستان له ولسمشر امامعلي رحمان سره په لیدنه کې ویلي، مسکو د افغانستان د وضعیت په اړه د تاجکستان له امنیتي اندېښنو پوره خبر دی او د دغه هېواد د امنیت د پیاوړتیا لپاره به ورسره ګډ کار ته دوام ورکړي

پوتین ویلي، روسیه د تاجکستان امنیت ته ځانګړی اهمیت ورکوي او د افغانستان له وضعیت سره تړلو احتمالي ګواښونو د مخنیوي لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ همغږي مهمه ده

د روسیې ولسمشر ټینګار کړی چې مسکو او دوشنبه د سیمه‌ییز امنیت په برخه کې ګډې ګټې لري او روسیه چمتو ده چې د تاجکستان د امنیتي وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره خپلې همکارۍ روانې وساتي

امامعلي رحمان له اوږدې مودې راهیسې د افغانستان له خاورې د احتمالي امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنه څرګندوي. تاجکستان له افغانستان سره اوږده ګډه پوله لري او د سرحدي امنیت د ټینګښت لپاره یې په تېرو کلونو کې له روسیې سره پوځي او امنیتي همکاریو ته پراختیا ورکړې ده

د پوتین دغه څرګندونې په داسې حال کې دي چې د افغانستان وضعیت د منځنۍ اسیا د هېوادونو او روسیې ترمنځ د امنیتي بحثونو له مهمو موضوعاتو څخه دی. مسکو ټینګار کوي چې د افغانستان ثبات د ټولې سیمې پر امنیت مستقیم اغېز لري

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto