news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ډونلډ ټرمپ : امریکا پر ایران تازه بریدونه؛ نور تهران د خبرو مېز ته نه راکاږم

ډونلډ ټرمپ :  امریکا پر ایران تازه بریدونه؛ نور تهران د خبرو مېز ته نه راکاږم

ډونلډ ټرمپ :  امریکا پر ایران تازه بریدونه؛ نور تهران د خبرو مېز ته نه راکاږم

 بریانیوز پنجشنبه ( ۱۲/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

 د امریکا پوځ پر ایران تازه بریدونه کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ روان کړکېچ یو ځل بیا د پوځي نښتو تر کچې رسېدلی دی. امریکايي چارواکي وايي، په دغو بریدونو کې د ایران هوايي دفاعي سیستمونه، رادارونه او هغه پوځي تجهیزات په نښه شوي چې د هرمز تنګي په سیمه کې د بېړیو پر وړاندې د ګواښ لپاره کارول کېدل

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې ویلي چې نور نه غواړي ایران د خبرو مېز ته د راوستلو لپاره هڅه وکړي. نوموړي ویلي، که ایران داسې هوکړه لاسلیکول نه غواړي چې د دوی په اند ارزښت ونه لري، نو واشنګټن به پرې فشار ته دوام ورکړي

ټرمپ ادعا کړې چې امریکا اوس د هرمز تنګي «نږدې بشپړ کنټرول» لري او د ایران اقتصاد د سختو فشارونو له امله د سقوط په حال کې دی. نوموړي همداراز ګواښ کړی چې که ایران د امریکا د تازه بریدونو په ځواب کې اقدام وکړي، واشنګټن به نور هم سخت بریدونه وکړي

امریکايي چارواکي وايي، تازه بریدونه د ایران له لوري د سوداګریزو بېړیو او په سیمه کې د امریکايي ځواکونو پر وړاندې د احتمالي بریدونو په غبرګون کې شوي دي. ایران بیا د امریکا بریدونه غندلي او د سیمې په بېلابېلو برخو کې یې د امریکا او د هغې د متحدانو پر اهدافو بریدونه کړي دي

د هرمز تنګي وضعیت د نړیوالې انرژۍ بازارونو لپاره هم د اندېښنې وړ دی، ځکه دغه سمندري لار د نړۍ د تېلو د لېږد له مهمو مسیرونو څخه ده. د وروستیو نښتو له امله د بېړیو تګ راتګ کم شوی او د تېلو بیې هم د جګړې له پراخېدو سره د پام وړ لوړې شوې دي

د امریکا او ایران ترمنځ د روان کړکېچ په زیاتېدو سره د ډیپلوماټیک حل امکانات هم کمزوري شوي، په داسې حال کې چې ځینې سیمه‌ییز هېوادونه لا هم د خبرو او د جګړې د درولو غوښتنه کوي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto