news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

هرات : په لوېدیځ افغانستان کې د ایران ویزې تر ۱۵۰ زره افغانیو په تور بازار کې پلورل کېږي

هرات : په لوېدیځ افغانستان کې د ایران ویزې تر ۱۵۰ زره افغانیو په تور بازار کې پلورل کېږي

هرات : په لوېدیځ افغانستان کې د ایران ویزې تر ۱۵۰ زره افغانیو په تور بازار کې پلورل کېږي

 بریانیوز پنجشنبه ( ۱۲/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

هرات — په لوېدیځ افغانستان کې د ایران د ویزو غوښتونکي وايي، د دغو ویزو ترلاسه کول د رسمي لارو له لارې سخت شوي او په تور بازار کې یې بیې تر ۱۵۰ زره افغانیو رسېږي

د سیمه‌ییزو سرچینو او د ویزې د یو شمېر غوښتونکو په وینا، د ایران ویزې له ۱۰۰ زرو تر ۱۵۰ زرو افغانیو پورې په غیررسمي بازار کې پلورل کېږي. دوی وايي، د افغانستان اقتصادي وضعیت او د کار نشتوالی ډېر کسان دې ته اړ کړي چې ایران ته د کار لپاره ولاړ شي، خو د ویزې لوړه بیه د دوی پر وړاندې لوی خنډ ګرځېدلی دی

د هرات ځینې سرچینې ادعا کوي چې یو شمېر سوداګریزې او درملنیزې ادارې، بانفوذه کسان او ځینې نورې کړۍ له ایراني قونسلګریو ویزې ترلاسه کوي او بیا یې له رسمي بهیر څخه بهر پر عامو خلکو پلوري. د ټولنیزو چارو یوه فعال ویلي، د ویزو د ترلاسه کولو او وېش پر څرنګوالي کافي څارنه نه کېږي

بلخوا، د ایران په هرات قونسلګرۍ کې یوه چارواکي د دغو ادعاوو په اړه د څرګندونو کولو اجازه نه لرله

د موجودو معلوماتو له مخې، ایران له شاوخوا پنځو کلونو راهیسې افغان وګړو ته د کار ویزې نه ورکوي. د ویزو د نورو ډولونو په برخه کې هم محدودیتونه زیات شوي او د رسمي غوښتنلیکونو بهیر د پخوا په پرتله ستونزمن شوی دی

د ویزو د رسمي بهیر محدودېدو، د کار غوښتنې او اقتصادي ستونزو په ګډه د غیررسمي بازار د پراخېدو زمینه برابره کړې ده. یو شمېر افغانان وايي، که د ویزې بیه همداسې لوړه پاتې شي، دوی به د قانوني سفر پر ځای له لا زیاتو ستونزو او خطرونو سره مخ شي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto