واشنګټن: د ایران اقتصاد ښايي په څو اوونیو یا میاشتو کې له سقوط سره مخ شي
بریانیوز پنجشنبه ( ۱۲/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
واشنګټن — د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې چارواکي وايي، د ایران د اقتصادي وضعیت د خرابېدو له امله د دغه هېواد د اسلامي جمهوریت د راتلونکي په اړه د دوی لیدلوری بدل شوی دی
د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ ویلي، د واشنګټن د پراخو اقتصادي فشارونو او بندیزونو له دوام سره ښايي د ایران اقتصاد په څو اوونیو یا میاشتو کې د سقوط تر پولو ورسېږي. نوموړي ټینګار کړی چې د امریکا هدف یوازې د ایران د اقتصاد سقوط نه دی، بلکې غواړي تهران خپل دریځ بدل کړي او خبرو ته حاضر شي
د راپورونو له مخې، د ایران اقتصادي وضعیت د بندیزونو، د اسعارو د ارزښت د کمېدو او د تېلو د صادراتو د سخت محدودېدو له امله لا پسې خراب شوی دی. د امریکا د بحري محاصرې له امله د ایران د خامو تېلو صادرات په اګست کې د ورځې شاوخوا ۲۲۰ تر ۲۵۵ زره بېرلو ته راټیټ شوي، په داسې حال کې چې په مارچ کې نږدې دوه میلیونه بېرله تېل هره ورځ صادرېدل
بېسنټ ویلي چې په ایران کې د تېلو د کمښت له امله د پټرولو اوږدې کتارونه جوړ شوي او د اقتصادي فشارونو اغېزې د خلکو پر ورځني ژوند هم څرګندې شوې دي. نوموړي زیاته کړې چې واشنګټن د بندیزونو او اقتصادي فشارونو له لارې هڅه کوي د ایران حکومت د خبرو مېز ته راوګرځوي
په همدې حال کې، د ایران د حکومت چارواکي د امریکا فشارونه د هېواد پر وړاندې د اقتصادي جګړې په توګه بولي او د بهرنیو فشارونو پر وړاندې د مقاومت ټینګار کوي
د ایران پر اقتصاد د فشارونو زیاتېدل داسې مهال دي چې د تېلو د صادراتو کمښت د حکومت د بهرنیو اسعارو عایدات سخت اغېزمن کړي او د پټرولو د بیو د احتمالي لوړوالي په اړه اندېښنې یې هم زیاتې کړې دي
د امریکا حکومت وايي چې د اقتصادي فشارونو نوی پړاو به دوام وکړي، خو د ایران د نظام د سقوط احتمال لا هم یوه سیاسي ارزونه ده، نه تایید شوې پایله
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?