اروپايي ټولنې : افغانستان ته د خوړو او معیشت لپاره ۱۷.۴ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړه
بریانیوز پنجشنبه ( ۱۲/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
کابل — اروپايي ټولنې په افغانستان کې د خوړو د روان بحران او د اقلیمي بدلونونو د اغېزو د کمولو لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو له نړۍوال پروګرام سره د ۱۷.۴ میلیونه ډالرو نوې مرستې اعلان کړې ده
د معلوماتو له مخې، دغه مرسته به د یوه کال په موده کې د وچکالۍ او خوړو له کمښت سره د مخ کلیوالو کورنیو د معیشت د پیاوړتیا او د ښوونځیو د خوړو د پروګرامونو لپاره ولګول شي
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د همکارۍ مشر ایریک بوم ویلي، د دې مرستې موخه د خلکو د خوړو کیفیت ښه کول او د زیانمنو کلیوالو کورنیو د عاید سرچینو ساتنه ده
نوموړي ټینګار کړی چې د خوړو د بحران د اغېزو د کمولو ترڅنګ باید د هغو کورنیو د اقتصادي مقاومت لپاره هم زمینه برابره شي چې د وچکالۍ او نورو اقلیمي ستونزو له امله یې د ژوند سرچینې زیانمنې شوې دي
بلخوا، د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، په افغانستان کې شاوخوا ۱۷.۴ میلیونه کسان بېړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا لري
دغه پروګرام خبرداری ورکوي چې وچکالي، بېوزلي او د خلکو د عاید سرچینو کمزوري کېدل د افغانستان د خوړو ناامني لا پسې زیاتوي او د زیانمنو کورنیو د ملاتړ لپاره دوامدارو نړیوالو مرستو ته اړتیا ده
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1782
-
اخبار افغانستان
936
-
مقاله
716
-
سیاست
319
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl