د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي: له سیمهییزو او اروپايي هېوادونو سره د طالبانو اړیکې پراخې شوې دي
د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي: له سیمهییزو او اروپايي هېوادونو سره د طالبانو اړیکې پراخې شوې دي
بریانیوز پنجشنبه ( ۱۲/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
کابل — د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وايي، له سیمهییزو هېوادونو سره د طالبانو اړیکې په سیاسي، اقتصادي او نورو برخو کې د پام وړ پرمختګ کړی او له اروپايي هېوادونو سره هم د اړیکو د پراختیا بهیر روان دی
متقي ویلي، طالبان هڅه کوي له بېلابېلو هېوادونو سره سیاسي او اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي او د افغانستان لپاره د سیمهییزو او نړیوالو همکاریو زمینه پراخه کړي
نوموړي د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه هم ویلي چې ښځې د سوداګرۍ په برخه کې فعالیت لري او نجونې په ښوونځیو کې تر شپږم ټولګي پورې زدهکړې کوي
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ادعا کړې چې اوس مهال په افغانستان کې له درې میلیونو ډېرې نجونې په ښوونځیو کې پر زدهکړو بوختې دي
د متقي څرګندونې په داسې حال کې دي چې د نجونو د زدهکړو او د ښځو د کار پر محدودیتونو نړیوالې نیوکې دوام لري. ملګري ملتونه او د بشري حقونو یو شمېر بنسټونه له طالبانو غوښتي چې د ښځو او نجونو پر زدهکړو او کار لګېدلي محدودیتونه لرې کړي
طالبان بیا وايي، د ښځو او نجونو په اړه یې تګلارې د اسلامي شریعت له اصولو سره سمې دي او په افغانستان کې د ښځو د حقونو د تأمین لپاره لازم اقدامات ترسره کېږي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1782
-
اخبار افغانستان
936
-
مقاله
716
-
سیاست
319
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl