news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

اسلام‌آباد: د طالبانو د ګډو کمېټو وړاندیز مو په پام کې نیولی

اسلام‌آباد: د طالبانو د ګډو کمېټو وړاندیز مو په پام کې نیولی

اسلام‌آباد: د طالبانو د ګډو کمېټو وړاندیز مو په پام کې نیولی

 بریانیوز پنجشنبه ( ۱۲/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي وايي، اسلام‌اباد د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني هغه وړاندیز په پام کې نیولی چې د دواړو لورو ترمنځ د ستونزو د هواري لپاره دې ګډې کمېټې جوړې شي

اندرابي ټینګار کړی چې د هرې تګلارې دوام یوازې په ژمنو نه، بلکې په عملي اقداماتو پورې تړلی دی. نوموړي ویلي، طالبان باید ډاډ ورکړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د ترهګریزو فعالیتونو لپاره نه کارول کېږي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې چې طالبان باید د دوحې د تړون په ګډون خپلې ټولې کړې ژمنې عملي کړي او د تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي د فعالیتونو مخه ونیسي

اسلام‌اباد له اوږدې مودې راهیسې ادعا کوي چې د ټي‌ټي‌پي وسله‌وال په افغانستان کې خوندي ځایونه لري او له هغه ځایه د پاکستان پر ضد بریدونه تنظیموي؛ خو د طالبانو حکومت دا ادعا رد کړې او ټینګار یې کړی چې د پاکستان امنیتي ستونزه د دغه هېواد داخلي مسئله ده

د ګډو کمېټو د جوړولو وړاندیز په داسې حال کې مطرح کېږي چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د امنیتي اندېښنو، سرحدي شخړو او د ټي‌ټي‌پي د فعالیتونو پر سر اړیکې له جدي ترینګلتیا سره مخ دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto