news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

شي جین‌پینګ: چین د افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ د شخړو د حل لپاره هڅې زیاتوي

شي جین‌پینګ: چین د افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ د شخړو د حل لپاره هڅې زیاتوي

شي جین‌پینګ: چین د افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ د شخړو د حل لپاره هڅې زیاتوي

 بریانیوز پنجشنبه ( ۱۲/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

بیشکک — د چین ولسمشر شي جین‌پینګ وايي، هېواد یې چمتو دی چې د افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ د شخړو د حل لپاره خپلې ډیپلوماټیکې هڅې پیاوړې کړي

شي جین‌پینګ دا څرګندونې د شانګهای همکاریو سازمان په غونډه کې کړې او ټینګار یې کړی چې د شخړو د هواري لپاره باید ډیپلوماټیکو هڅو او څو اړخیزې همکارۍ ته لا ډېر اهمیت ورکړل شي

نوموړي په نړیواله کچه د امنیت او حکومتولۍ په برخو کې د هېوادونو ترمنځ د لا زیاتو همکاریو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې نړیوالې ستونزې د یوه هېواد له لوري په یوازې ځان نه شي حل کېدای

د چین ولسمشر په داسې حال کې د افغانستان د شخړو د سیاسي حل لپاره د خپل هېواد د هڅو د پیاوړتیا خبره کوي چې افغانستان لا هم له امنیتي، اقتصادي او بشري ننګونو سره مخ دی او د سیمې هېوادونه د دغه هېواد د ثبات په اړه اندېښنې لري

چین تر دې وړاندې هم د افغانستان په اړه د سیمه‌ییزو همکاریو او سیاسي حل پر اړتیا ټینګار کړی او د کابل او سیمې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا ملاتړ یې کړی دی

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto