news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ملګري ملتونه: په سویلي افغانستان کې له ۲.۵۶ میلیونو ډېرو کسانو ته مرستې رسېدلې

ملګري ملتونه: په سویلي افغانستان کې له ۲.۵۶ میلیونو ډېرو کسانو ته مرستې رسېدلې

ملګري ملتونه: په سویلي افغانستان کې له ۲.۵۶ میلیونو ډېرو کسانو ته مرستې رسېدلې

 بریانیوز جمعه ( ۱۳/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

کابل — د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي باور صندوق وايي، په سویلي افغانستان کې یې د بېلابېلو پروګرامونو له لارې له ۲.۵۶ میلیونو ډېرو کسانو سره مرسته کړې ده

دغه صندوق په یوه پیغام کې ویلي، په کندهار، زابل او هلمند ولایتونو کې د اوبو رسولو، روغتیايي خدمتونو او د طبیعي پېښو د اغېزو د کمولو په برخو کې یو شمېر مهمې پروژې پلې شوې دي

د صندوق د معلوماتو له مخې، دغه پروژې د هغو کورنیو د ملاتړ لپاره عملي شوې چې د اوبو کمښت، روغتیايي ستونزو او طبیعي پېښو له امله له جدي ننګونو سره مخ دي

د ملګرو ملتونو ځانګړی باور صندوق وايي، په ۲۰۲۵ کال کې یې ۲۴.۷ میلیونه ډالر ترلاسه کړي او له یوه میلیون څخه ډېرو کسانو ته یې مستقیم ملاتړ رسولی دی. د یاد صندوق په وینا، په دغو مرستو کې لږ تر لږه ۴۰ سلنه ښځې او نجونې شاملې وې

ملګري ملتونه وايي، افغانستان لا هم له پراخ بشري بحران سره مخ دی او اوس مهال له ۲۸.۳ میلیونو ډېرو کسانو بشري مرستو ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو په وینا، یوازې بېړنۍ مرستې د افغانستان د اوږدمهاله ستونزو د هواري لپاره بسنه نه کوي، بلکې د خلکو د معیشت پیاوړتیا، د بنسټیزو خدمتونو پراختیا او دوامدارې پانګونې ته اړتیا ده

د ملګرو ملتونو د باور صندوق له لارې د سویلي ولایتونو په اوبو، روغتیا او د طبیعي پېښو پر وړاندې د خلکو د مقاومت د پیاوړتیا پروژې په داسې حال کې روانې دي چې د اقلیمي بدلونونو، وچکالۍ او بې‌وزلۍ اغېزې د هېواد پر زیان‌منو کورنیو لا هم درنې دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto