news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

کییف: د ټرمپ ځانګړي استازي د روسیې او اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره مسکو او کییف ته ځي

کییف: د ټرمپ ځانګړي استازي د روسیې او اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره مسکو او کییف ته ځي

کییف: د ټرمپ ځانګړي استازي د روسیې او اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره مسکو او کییف ته ځي

 بریانیوز جمعه ( ۱۳/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

 د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي وايي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي به په راتلونکو ورځو کې د روسیې او اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره مسکو او کییف ته سفر وکړي

زیلنسکي ویلي، امریکایي پلاوی به لومړی له روسي چارواکو سره وګوري او له هغې وروسته به له اوکرایني لوري سره خبرې وکړي. د نوموړي په وینا، دا سفرونه د جګړې د پای ته رسولو او د سیاسي حل لپاره د روانو ډیپلوماټیکو هڅو یوه برخه ده

د اوکراین ولسمشر پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې هېواد یې له امریکایي استازو سره د جدي خبرو لپاره بشپړ چمتووالی لري. نوموړي ټینګار کړی چې واشنګټن باید د سولې په روان بهیر کې خپل فعال رول وساتي

د زیلنسکي څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا ډیپلوماټیکې هڅې دوام لري. واشنګټن هڅه کوي د دواړو لورو ترمنځ د خبرو زمینه برابره کړي او د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د یوې هوکړې لارې پیدا کړيتر اوسه مسکو او کییف ته د امریکایي استازو د سفرونو کره نېټې او د احتمالي خبرو اجنډا په بشپړه توګه نه دي اعلان شوي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto