هنګري: اوکراین لا هم د اروپايي ټولنې غړیتوب ته چمتو نه دی
بریانیوز جمعه ( ۱۳/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
بوداپست — د هنګري لومړي وزیر پیتر مګیار ویلي، اوکراین لا هم د اروپايي ټولنې د غړیتوب لپاره لازم شرایط نه دي پوره کړي او د دې هېواد د غړیتوب په اړه باید له بېړنۍ پرېکړې ډډه وشي
مګیار ویلي، اوکراین اوس هم د جګړې په حالت کې دی او له هنګري سره یې د ټرانسکارپاتیا سیمې د هنګريتبار اقلیت د حقونو د بېرته اعاده کولو په اړه کړې هوکړه په بشپړه توګه نه ده عملي کړې
نوموړي ټینګار کړی چې د اوکراین د اروپايي ټولنې د غړیتوب ارزونه باید یوازې د دغه هېواد د ترسره شویو اصلاحاتو، لاسته راوړنو او د غړیتوب د شرایطو د پوره کولو پر بنسټ ترسره شي
د هنګري لومړي وزیر زیاته کړې چې د اوکراین د غړیتوب د بهیر له بشپړېدو وروسته به د دې موضوع په اړه وروستۍ پرېکړه په هنګري کې د ټولپوښتنې له لارې ترسره شي
اوکراین له ۲۰۲۲ کال راهیسې د اروپايي ټولنې د غړیتوب لپاره رسمي نوماند دی او د غړیتوب د خبرو بهیر یې هم پیل کړی، خو د دې بهیر د بشپړېدو لپاره د قانوني، اقتصادي او اداري اصلاحاتو ګڼ شرایط باید پوره کړي
د اوکراین د اروپايي ټولنې غړیتوب د هنګري او یو شمېر نورو غړو هېوادونو ترمنځ له اختلافاتو سره مخ دی. بوداپست په ځانګړي ډول د اوکراین د هنګريتبار اقلیت د حقونو موضوع د غړیتوب له بحث سره تړلې بولي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1785
-
اخبار افغانستان
940
-
مقاله
722
-
سیاست
321
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl