news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د عبدالظاهر قدیر د نیول کېدو او امریکا ته د سپارلو جزییات؛ له پټو عملیاتو تر فدرالي محکمې

د عبدالظاهر قدیر د نیول کېدو او امریکا ته د سپارلو جزییات؛ له پټو عملیاتو تر فدرالي محکمې

د عبدالظاهر قدیر د نیول کېدو او امریکا ته د سپارلو جزییات؛ له پټو عملیاتو تر فدرالي محکمې

 بریانیوز جمعه ( ۱۳/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

نیویارک — د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی لومړی مرستیال او د ننګرهار مطرح سیاسي څېره عبدالظاهر قدیر، چې له څه مودې راهیسې په امریکا کې د نشه‌يي توکو د قاچاق او د درنو وسلو د برابرولو له تورونو سره مخ دی، د امریکايي فدرالي محکمې د اسنادو له مخې د یوه پټ نفوذي عملیاتو په ترڅ کې په کینیا کې نیول شوی او وروسته امریکا ته سپارل شوی دی

د امریکا د محکمې اسناد او د عدلیې وزارت معلومات ښيي چې د امریکا د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې د قدیر د نږدې کېدو لپاره له یوې پټې سرچینې کار اخیستی و. دغه سرچینه له څو کلونو راهیسې قدیر پېژانده او د نشه‌يي توکو د پېر او پلور په اړه یې ورسره اړیکه نیولې وه

د اسنادو له مخې، پټې سرچینې قدیر ته ویلي وو چې له خپلو پخوانیو پلورونکو څخه راضي نه دی او د هیرویینو او شیشې لپاره د نوي چمتو کوونکي په لټه کې دی. د دواړو لورو په خبرو کې د نشه‌يي توکو لپاره د «جنس» اصطلاح کارول شوې او وروسته د وسلو د برابرولو موضوع هم مطرح شوې ده

په دغو خبرو کې د تهاجمي ټوپکونو، درنو مسلسلونو، راکټ‌اچوونکو او لاسي بمونو د برابرولو بحث هم شوی و. د محکمې په اسنادو کې د قدیر له قوله راغلي چې هغه ویلي وو: «زه هر هغه کار ته چمتو یم چې پیسې په کې وي

د نشه‌يي توکو لومړنۍ معامله

د امریکايي چارواکو په وینا، د معاملې د ازمېښت لپاره د شاوخوا ۱۴ زره ډالرو په ارزښت د دوه کیلوګرامه شیشې د لېږد پلان جوړ شو

د محکمې د اسنادو له مخې، دغه نشه‌يي توکي په سویلي افریقا کې د ژوهانسبورګ ښار په یوه هوټل کې تسلیم شول او وروسته د دغه هېواد امنیتي ځواکونو ترلاسه کړل

له دې معاملې وروسته خبرې د وسلو د برابرولو او لېږد پر لور ولاړې. د امریکايي څارنوالانو په وینا، کله چې پټو سرچینو له قدیر څخه وپوښتل چې ایا وسلې کینیا یا تانزانیا ته رسولی شي، نوموړي د دې کار لپاره چمتووالی ښودلی و

د همدې اړیکو په دوام، دواړو لورو پرېکړه وکړه چې د معاملې د وروستي کولو لپاره په کینیا کې سره وویني

په نایروبي کې نیول

د اسنادو له مخې، عبدالظاهر قدیر د ۱۴۰۴ کال د وري میاشتې په جریان کې د کینیا پلازمېنې نایروبي ته ولاړ. د هغه په اند، نوموړی د یوې نړیوالې نشه‌يي توکو شبکې له استازو سره د لیدنې لپاره ورغلی و، خو هلته د امریکا د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې د پټو عملیاتو له کسانو سره مخ شو

قدیر د وري پر ۲۶مه په یوه هوټل کې د کینیايي ځواکونو له خوا ونیول شو

له نیول کېدو وروسته یې له یوه کال څخه زیات وخت د امریکا ته د سپارلو د مخنیوي لپاره قانوني مبارزه وکړه. د هغه وکیلانو استدلال کاوه چې د امریکا او کینیا ترمنځ د استرداد ځانګړی تړون نشته، خو د کینیا محکمې د نړیوالو حقوقي مکلفیتونو او د ۱۹۸۸ کال د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو کنوانسیون پر بنسټ د هغه استرداد قانوني وباله

په پایله کې، قدیر د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ پر ۱۹مه امریکا ته ولېږدول شو او اوس په نیویارک کې د فدرالي محکمې له قضايي پروسې سره مخ دی

د عمر قید احتمال

امریکايي څارنوالان عبدالظاهر قدیر د لویې کچې نشه‌يي توکو د قاچاق او د درنو وسلو او چاودېدونکو توکو د برابرولو په ګډون په جدي جرمونو تورنوي

د امریکا د عدلیې وزارت په وینا، د قضیې په تړاو د پټو عملیاتو پر مهال راټول شوي اسناد او شواهد د تورونو د اثبات لپاره وړاندې شوي، خو د جرم ثابتېدل به د محکمې پرېکړې ته اړتیا ولري

د قدیر کورنۍ او حقوقي ټیم بیا دغه قضیه سیاسي بولي او د نوموړي پر وړاندې د تورونو په اړه شک څرګندوي

عبدالظاهر قدیر د جمهوریت له سقوط وړاندې د افغانستان د ولسي جرګې لومړی مرستیال و او د ننګرهار له مطرح سیاسي څېرو څخه ګڼل کېده. که پر نوموړي لګېدلي درانه تورونه په محکمه کې ثابت شي، د امریکا د قوانینو له مخې د اوږدې مودې او ان د عمر قید سزا له احتمال سره مخ کېدای شي

اوس د قضیې اصلي تمرکز پر دې دی چې امریکايي څارنوالان به د پټو عملیاتو له لارې راټول شوي شواهد څومره د اعتبار وړ ثابت کړي او د قدیر مدافع ټیم به د دغو تورونو پر وړاندې څه ډول حقوقي دفاع وړاندې کړي. وروستۍ پرېکړه به د امریکا فدرالي محکمه کوي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto