news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

یونیسف: په ۲۱ هېوادونو کې ۲۰ میلیونه ماشومان له انلاین جنسي ځورونې سره مخ شوي

یونیسف: په ۲۱ هېوادونو کې ۲۰ میلیونه ماشومان له انلاین جنسي ځورونې سره مخ شوي

یونیسف: په ۲۱ هېوادونو کې ۲۰ میلیونه ماشومان له انلاین جنسي ځورونې سره مخ شوي

 بریانیوز جمعه ( ۱۳/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

 د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق «یونیسف» په یوه تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې په ۲۱ هېوادونو کې شاوخوا ۲۰ میلیونه ماشومان د یوه کال په موده کې د ټکنالوژۍ له لارې له جنسي ځورونې او استثمار سره مخ شوي دي

د یونیسف د راپور له مخې، دغه شمېر د ۱۲ تر ۱۷ کلونو عمر لرونکو انټرنېټ کاروونکو ماشومانو نږدې پنځمه برخه جوړوي. راپور وايي، له ۱۵ میلیونو ډېرو ماشومانو ناغوښتل شوي جنسي منځپانګې لیدلې، شاوخوا ۹ میلیونه ماشومان د خپلې خوښې خلاف جنسي خبرو یا د انځورونو شریکولو ته هڅول شوي او نږدې څلور میلیونه ماشومان د خپلو شخصي جنسي انځورونو د بې اجازې خپرېدو قرباني شوي دي

د موندنو له مخې، نږدې ۶۰ سلنه دا ډول پېښې په ټولنیزو شبکو، په ځانګړي ډول فېسبوک، انسټاګرام، سنپ‌چټ، ټیک‌ټاک او واټس‌اپ کې رامنځته شوې دي. یونیسف وايي، د دغو شبکو ځینې ځانګړنې، د شخصي پیغامونو اسانتیاوې او جعلي حسابونه د ماشومانو د باور د ناوړه ګټې اخیستنې لپاره کارول شوي دي

راپور ښيي چې د ماشومانو پر وړاندې دا ډول ناوړه چلند یوازې د ناپېژاندو کسانو له خوا نه ترسره کېږي؛ په ۵۷ سلنه پېښو کې ماشوم له هغه کس سره له مخکې اشنا و. یونیسف همداراز وايي، له ۴۰ سلنې ډېرې پېښې هېڅ چا ته نه دي ویل شوې او له یوه سلنې هم کمې پېښې اړوندو ادارو ته راپور شوې دي

یونیسف د مصنوعي ځیرکتیا له پرمختګ سره د ماشومانو پر وړاندې د جنسي ناوړه ګټې اخیستنې د نوو بڼو په اړه هم جدي اندېښنه ښودلې ده. دغه اداره له حکومتونو او ټکنالوژۍ شرکتونو غواړي چې د ماشومانو لپاره خوندي ډیجیټلي چاپېریال رامنځته کړي، قوانین پیاوړي کړي او د مصنوعي ځیرکتیا له لارې د جعلي جنسي منځپانګو د جوړولو او خپرولو مخه ونیسي

د یونیسف په وینا، د ماشومانو خوندیتوب باید یوازې د کورنیو او ماشومانو پر غاړه نه وي؛ حکومتونه، ټولنیزې شبکې او ټکنالوژۍ شرکتونه باید د مخنیوي، څارنې، راپور ورکولو او د قربانیانو د ملاتړ لپاره اغېزمن سیستمونه جوړ کړي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto