news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ولادیمیر پوتین: د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې هوکړې امکان شته

ولادیمیر پوتین: د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې هوکړې امکان شته

ولادیمیر پوتین: د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې هوکړې امکان شته

 بریانیوز جمعه ( ۱۳/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

مسکو — د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې د یوې هوکړې د ترلاسه کولو امکان شته او یو شمېر هېوادونه د دې شخړې د سوله‌ییز حل ملاتړ کوي

پوتین د روسیې په ختیځ کې یوې اقتصادي غونډې ته وویل، امریکا او چین په ګډون یو شمېر هېوادونه د سولې د هوکړې د ملاتړ لپاره چمتو دي. نوموړي ټینګار وکړ چې د جګړې د پای ته رسولو اصلي پرېکړه باید د روسیې او اوکراین له خوا وشي

بلخوا، د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیها په کییف کې ویلي چې د سولې په هڅو کې د نوي تحرک د رامنځته کېدو تمه لري. نوموړي زیاته کړې چې په بېلابېلو پلازمېنو کې به سیاسي او ډیپلوماټیکې هڅې یو ځل بیا فعالې شي

په همدې حال کې، د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جې شنکر، چې کییف ته تللی، له خپل اوکرایني سیال سره په ګډه خبري غونډه کې ویلي چې که هند د روسیې او اوکراین د جګړې په پای ته رسولو کې هر ډول مرسته کولی شي، نو چمتو دی چې همکاري وکړي

د سولې د خبرو د بیا فعالېدو نښې په داسې حال کې څرګندېږي چې د روسیې او اوکراین ترمنځ پوځي نښتې لا هم روانې دي او د دواړو لورو ترمنځ د خبرو د شرایطو په اړه ژور اختلافونه موجود دي. سره له دې، د مسکو او کییف له لوري وروستۍ څرګندونې ښيي چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې یو ځل بیا د پام وړ شوې دي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto