news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

بردي‌محمدوف: د ټاپي پروژې له بشپړېدو سره به په افغانستان کې زرګونه کاري فرصتونه رامنځته شي

بردي‌محمدوف: د ټاپي پروژې له بشپړېدو سره به په افغانستان کې زرګونه کاري فرصتونه رامنځته شي

بردي‌محمدوف: د ټاپي پروژې له بشپړېدو سره به په افغانستان کې زرګونه کاري فرصتونه رامنځته شي

 بریانیوز جمعه ( ۱۳/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

هرات — د ترکمنستان ملي مشر قربانقلي بردي‌محمدوف وايي، د ترکمنستان ـ افغانستان ـ پاکستان ـ هند (ټاپي) ګازو نل‌لیکې د پلي کېدو په بهیر کې به یوازې په افغانستان کې له ۱۲ زرو ډېر کاري فرصتونه رامنځته شي

بردي‌محمدوف ویلي، ټاپي یوه ستره سیمه‌ییزه پروژه ده چې د جوړېدو چارې یې روانې دي او له بشپړېدو وروسته به د څو لسیزو لپاره د سیمې د نږدې دوه میلیارده نفوس لرونکو هېوادونو د انرژۍ اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول ولوبوي

د ترکمنستان د ملي مشر په وینا، د دغه هېواد د انرژۍ تګلاره د ګازو د تولیدوونکو، مصرفوونکو او ترانزیټي هېوادونو د ګټو پر متوازن خوندیتوب ولاړه ده. نوموړي ټینګار کړی چې ټاپي یوازې د انرژۍ پروژه نه ده، بلکې د سیمې د اقتصادي اړیکو او همکاریو د پراختیا لپاره هم مهمه ده

ټاپي نږدې ۱۸۰۰ کیلومتره اوږد ګاز نل‌لیکه ده چې ترکمنستان د افغانستان له لارې له پاکستان او هند سره نښلوي. د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، د دې نل‌لیکې شاوخوا ۸۱۶ کیلومتره برخه د افغانستان له خاورې تېرېږي او پروژه د کال شاوخوا ۳۳ میلیارد متر مکعب ترکمن ګاز لېږدولو لپاره طرحه شوې ده

د ټاپي د افغانستان په برخه کې د جوړولو چارې په وروستیو میاشتو کې چټکې شوې دي. د افغان حکومت د معلوماتو له مخې، د هرات په برخه کې د پروژې د پرمختګ لپاره له ترکمنستان سره د پاتې تخنیکي او حقوقي موضوعاتو د هواري هڅې هم روانې دي

د دې پروژې له بشپړېدو سره تمه ده افغانستان نه یوازې د ګازو له ترانزیټ څخه عواید ترلاسه کړي، بلکې زرګونو افغانانو ته مستقیم او غیرمستقیم کاري فرصتونه هم برابر شي. د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت مخکې ویلي چې ټاپي به د هېواد لپاره د عاید، کارموندنې او اقتصادي زیربناوو په برخه کې مهمې ګټې ولري

په همدې حال کې، د ټاپي د افغان برخې د جوړولو چارې په داسې وخت کې روانې دي چې کابل او عشق‌آباد د پروژې د چټکولو، د افغان کارکوونکو د روزنې او د پاتې تخنیکي مسایلو د هواري لپاره د ګډو هڅو پر دوام ټینګار کوي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto