د خيبر پښتونخوا : د افغانستان او پاکستان د لارو بندېدو پاکستان ته ۲.۵ میلیارده ډالره زیان اوښتی
د خيبر پښتونخوا : د افغانستان او پاکستان د لارو بندېدو پاکستان ته ۲.۵ میلیارده ډالره زیان اوښتی
بریانیوز جمعه ( ۱۳/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
د خيبر پښتونخوا د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر یوسف اپریدي وايي، له افغانستان سره د پاکستان د ټولو سوداګریزو لارو د اوږدمهاله بندېدو له امله دغه هېواد تر اوسه شاوخوا ۲.۵ میلیارده ډالره مالي زیان لیدلی دی
اپریدي د لنډي کوتل په یوه خبري غونډه کې وویل، د یاد زیان له ډلې ۱.۶۴۴ میلیارده ډالره د صادراتو او شاوخوا ۸۱۷ میلیونه ډالره د وارداتو په برخه کې اوښتي دي
د نوموړي په وینا، د سرحدي لارو د بندېدو له امله خیبر پښتونخوا هم د ګمرکي محصولاتو او ولایتي محصول په برخه کې میلیاردونه کلدارې عواید له لاسه ورکړي دي. سوداګرو د دغه زیان کچه شاوخوا ۷.۷ میلیارده پاکستانۍ کلدارې ښودلې ده
اپریدي وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ سیاسي کېدل د سوداګرو، ټرانسپورټي شرکتونو، دوکاندارانو، کارګرانو او ګمرکي چارو د استازو پر ژوند مستقیم اغېز کړی دی. د هغه په خبره، د سرحدي لارو د اوږدې بندښت له امله یو شمېر کاروبارونه تړل شوي او زرګونه کسان له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي
د خیبر سوداګرۍ خونې مشر له پاکستاني حکومت څخه وغوښتل چې سوداګري له سیاست څخه جلا وساتي او د تورخم په ګډون له افغانستان سره د سوداګریزو لارو د بیا پرانیستلو لپاره عملي ګامونه واخلي
د سوداګرو د معلوماتو له مخې، د تورخم لار نږدې یو کال کېږي چې له پرلهپسې ستونزو او بندښت سره مخ ده. هغوی خبرداری ورکړی چې که وضعیت همداسې دوام وکړي، د دواړو هېوادونو سوداګري او د پولې دواړو غاړو ته د خلکو اقتصادي فعالیتونه به له لا زیاتو زیانونو سره مخ شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?