جي ډي وینس: که د اخر زمان دجال زموږ په منځ کې وي، حیران به نه شم
بریانیوز جمعه ( ۱۳/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
واشنګټن — د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وینس ویلي، په نړۍ کې داسې وضعیتونه شته چې له امله یې هغه به حیران نه شي که د «اخر زمان دجال» لا دمخه د خلکو په منځ کې وي
وینس دا څرګندونې له عیسوي مذهبي ویناوال برایس کرافورډ سره په یوه مرکه کې کړې دي. نوموړي ویلي چې نه پوهېږي اوسنی وخت د «اخر زمان» دوره ده که نه، خو د نړۍ ځینې روان حالات داسې دي چې د دجال د موجودیت احتمال ورته د حیرانتیا وړ نه ښکاري.
نوموړي ټینګار کړی چې هڅه کوي پر دغو مذهبي موضوعاتو ډېر تمرکز ونه کړي، ځکه د ده په باور، د انسان لپاره مهمه ده چې خپلې کورنۍ او د هېواد د مشر په توګه خپلو مسوولیتونو ته پام وکړي
وینس د مصنوعي ځیرکتیا او د انسانانو ترمنځ د اړیکو د کمېدو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د ټکنالوژۍ ځینې پرمختګونه ورته د «روحاني تیارو» احساس ورکوي
د امریکا د مرستیال ولسمشر دغه څرګندونې د ټولنیزو شبکو او رسنیو د پام وړ ګرځېدلې دي، خو وینس نه دي ویلي چې دجال څوک دی او یا یې د نړۍ له کوم مشخص مشر سره تړاو ورکړی دی
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1787
-
اخبار افغانستان
940
-
مقاله
723
-
سیاست
323
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl