news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

په هرات کې د طالبانو پراخې نیونې؛ شاوخوا ۲۲ ښځې نیول شوې دي

په هرات کې د طالبانو پراخې نیونې؛ شاوخوا ۲۲ ښځې نیول شوې دي

سیمه‌ییزې سرچینې وايي، د طالبانو ځواکونو د پنجشنبې په ورځ د هرات ښار په جبرئیل سیمه او د صنعتي ښارګوټي د دروازې ترڅنګ یو شمېر ښځې نیولې او نامعلوم ځای ته یې انتقال کړې دي.

بریانیوز- جمعه ١٣ سنبله ١٤٠٥

د سرچینو په وینا، لومړی یو شمېر ښځې د طالبانو د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» ځواکونو له لوري د جبرئیل په سیمه کې ونیول شوې.

د نیول شویو ښځو کره شمېر معلوم نه دی، خو یوې سرچینې ویلي چې په جبرئیل سیمه کې شاوخوا ۱۲ ښځې نیول شوې دي.

سرچینې زیاتوي چې د دغو ښځو کورنۍ تر اوسه نه پوهېږي چې هغوی چېرته ساتل کېږي او د برخلیک په اړه یې هم معلومات نه لري.

په ورته وخت کې، دوو سرچینو بریانیوز ته ویلي چې طالبانو د هرات د صنعتي ښارګوټي د ننوتلو دروازې ته څېرمه لږ تر لږه ۱۰ ښځې هم نیولې دي.

د سرچینو په وینا، هغه ښځې چې په صنعتي ښارګوټي کې کار کوي، ډېری یې د بېوزلو کورنیو غړې دي او د کارګرانو په توګه د ښارګوټي په بېلابېلو برخو کې کار کوي.

په هرات کې د ښځو دغه نیونې په داسې حال کې کېږي چې طالبان په وروستیو میاشتو کې د ښځو پر جامو، تګ راتګ او ټولنیزو فعالیتونو محدودیتونه زیات کړي دي.

تر دې وړاندې هم د هرات ښار له بېلابېلو سیمو څخه د هغو ښځو د نیول کېدو ګڼ راپورونه خپاره شوي چې د طالبانو په وینا یې د دوی د خوښې وړ حجاب او جامې نه وې مراعات کړې.

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto