هالنډ مرکزي بانک : هالنډ له شمالي امریکا څخه ۸۶ ټنه سره زر لندن ته لېږدولي
بریانیوز شنبه ( ۱۴/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
امستردام — د هالنډ مرکزي بانک وايي، د زیاتېدونکو جیوپولیټیکي کړکېچونو له امله یې د خپلو سرو زرو یوه برخه له امریکا او کاناډا څخه لندن ته انتقال کړې ده
د بانک د معلوماتو له مخې، د روان ۲۰۲۶ کال د مارچ او اګسټ ترمنځ شاوخوا ۸۶ ټنه سره زر له نیویارک او اوټاوا څخه د انګلستان د مرکزي بانک زېرمتونونو ته ولېږدول شول. د دې سرو زرو یوه برخه په فزیکي ډول انتقال شوې او ۵۹ ټنه په نیویارک کې پلورل شوي او ورته اندازه سره زر په لندن کې اخیستل شوي دي
د هالنډ مرکزي بانک وايي، دغه پرېکړه د بحراني حالاتو لپاره د چمتووالي او د سرو زرو د لا چټک لاسرسي لپاره شوې ده. د بانک په وینا، په لندن کې زېرمه شوي سره زر د نړیوالو بازارونو له معیارونو سره برابر دي او د اړتیا پر مهال تر نیویارک او اوټاوا ډېر ژر د پلور او کارونې وړ دي
د دې انتقال وروسته، د هالنډ د سرو زرو شاوخوا ۳۲.۱ سلنه په لندن کې، ۳۰.۸ سلنه په هالنډ او ۱۸.۵ سلنه په نیویارک او همدومره په اوټاوا کې ساتل کېږي. د هالنډ ټول د سرو زرو زېرمه شاوخوا ۶۱۲.۴ ټنه ده
د هالنډ مرکزي بانک ټینګار کوي چې له امریکا او کاناډا سره یې اړیکې خرابې شوې نه دي؛ خو د نړۍ د زیاتېدونکو سیاسي او جیوپولیټیکي بېثباتیو له امله غواړي خپلې زیرمې په بېلابېلو ځایونو کې ووېشي او په احتمالي بحراني حالت کې ورته چټک لاسرسی ولري
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1788
-
اخبار افغانستان
941
-
مقاله
722
-
سیاست
324
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl