روسیه: لوېدیځ د افغانستان د امنیتي پېښو له امله په منځنۍ اسیا کې د پوځي اډو هڅه کوي
بریانیوز شنبه ( ۱۴/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
مسکو — د روسیې د امنیت شورا مرستیال الکسي شوتسوف ادعا کړې چې لوېدیځ هېوادونه په افغانستان کې امنیتي پېښې له واقعي کچې څخه ډېرې لویې ښيي او له همدې موضوع څخه په استفادې هڅه کوي چې په منځنۍ اسیا کې خپل پوځي حضور بېرته پراخ کړي
شوتسوف ویلي، د مسکو متحد هېوادونه په منځنۍ اسیا کې د لوېدیځو ځواکونو د پوځي اډو له جوړېدو سره موافق نه دي. نوموړي ټینګار کړی چې د سیمې هېوادونه د داسې حضور له احتمالي امنیتي او سیاسي خطرونو خبر دي
د روسي چارواکي په وینا، لوېدیځ د افغانستان وضعیت د خپلې سیمهییزې پوځي تګلارې لپاره د توجیه په توګه کاروي او غواړي د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو څخه د څارنې او احتمالي پوځي عملیاتو لپاره استفاده وکړي
روسیې تر دې وړاندې هم د افغانستان له وتلو وروسته په منځنۍ اسیا کې د امریکا او ناټو د احتمالي پوځي حضور په اړه مخالفت څرګند کړی دی. مسکو په ځانګړي ډول د افغانستان له وضعیت سره تړلو امنیتي اندېښنو ته په کتو، په منځنۍ اسیا کې د خپل امنیتي رول پر ساتلو ټینګار کوي
د شنونکو په باور، افغانستان د روسیې لپاره د منځنۍ اسیا د امنیت په بحثونو کې مهم عامل دی؛ خو په عین حال کې مسکو هڅه کوي چې د سیمې هېوادونه له لوېدیځ سره د پراخ پوځي همکاریو پر ځای د روسیې په مشرۍ امنیتي جوړښتونو ته نږدې وساتي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1788
-
اخبار افغانستان
941
-
مقاله
722
-
سیاست
325
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl