ریچارډ بېنېټ: نړیوالې ټولنې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې خپل مسوولیت نه دی ادا کړی
بریانیوز شنبه ( ۱۴/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
ژنیو — د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ ویلي، نړیوالې ټولنې تر اوسه د افغان ښځو او نجونو د حقونو د ساتنې په برخه کې خپل مسوولیت په بشپړه توګه نه دی ادا کړی
بېنېټ له نړیوالې ټولنې غوښتي چې یوازې پر لفظي ملاتړ بسنه ونه کړي، بلکې د افغان ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب لپاره عملي او اغېزمن ګامونه پورته کړي
نوموړي د طالبانو د حساب ورکونې لپاره د نړیوالو قضايي بنسټونو پر رول هم ټینګار کړی دی. د جرمونو نړیوالې محکمې د ۲۰۲۵ کال په جولای کې د طالبانو د مشر هبتالله اخندزاده او د دوی د ستر قاضي عبدالحکیم حقاني د نیولو حکمونه صادر کړي دي. محکمه وايي، پر دواړو د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسیت پر بنسټ د ځورونې د بشریت ضد جرم د ترسره کولو د ادعاوو په اړه د نیولو حکم صادر شوی دی
بېنېټ ویلي، که دغه کسان داسې هېوادونو ته سفر وکړي چې د جرمونو نړیوالې محکمې له نظام سره همکاري کوي، د نیول کېدو له احتمال سره مخ کېدای شي
هغه همداراز په افغانستان کې د پراخ بشري ناورین، بېوزلۍ او خوارځواکۍ په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې له افغانانو سره د بشري مرستو پروګرامونه روان وساتي
د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي په وروستي راپور کې هم د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو، جنسیتي تبعیض او د هغوی د زدهکړو، کار او عامه ژوند د محدودېدو په اړه جدي اندېښنې څرګندې شوې دي
د بېنېټ په وینا، د افغانستان د ښځو او نجونو وضعیت یوازې د بشري مرستو له لارې نه شي حل کېدای، بلکې د هغوی د بنسټیزو حقونو د بېرته تأمین او د سرغړونو د حساب ورکونې لپاره نړیواله عملي همکاري اړینه ده
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?