news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ایرلنډ: د افغان ښځو له ګډون پرته تلپاتې سوله ناشونې ده

ایرلنډ: د افغان ښځو له ګډون پرته تلپاتې سوله ناشونې ده

ایرلنډ: د افغان ښځو له ګډون پرته تلپاتې سوله ناشونې ده

 بریانیوز شنبه ( ۱۴/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

ژنیو — د ملګرو ملتونو په جنیوا دفتر کې د ایرلنډ استازي لاورنس سمس ویلي، په افغانستان کې د ښځو له بشپړ او اغېزمن ګډون پرته تلپاتې سوله او ثبات ناشوني دي

سمس ټینګار کړی چې د بشري حقونو د سرغړونو حساب ورکونه هغه مهال معنا پیدا کوي چې د قربانیانو غږ واورېدل شي او د هغوی تجربې د عدالت او حساب ورکونې په بهیر کې په پام کې ونیول شي. ایرلنډ هم د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې د افغان ښځو د حقونو او د حساب ورکونې د پیاوړتیا ملاتړ کړی دی

بلخوا، د «ښځې د افغانستان لپاره» بنسټ په جنیوا کې د افغانستان د حساب ورکونې لپاره نوی لارښود چوکاټ وړاندې کړی دی. دغه چوکاټ د موجودو نړیوالو حساب ورکونې میکانیزمونو ارزونه کوي او د مدني ټولنو او فعالانو د رول د پیاوړتیا لپاره لارې چارې وړاندې کوي

د دې چوکاټ د جوړولو په بهیر کې د ښځو، مدني ټولنو، د بشري حقونو د فعالانو او نورو اړوندو بنسټونو نظرونه اخیستل شوي دي. په نړیواله کچه هم د افغانستان د راتلونکي لپاره د ښځو د برابر او معنا لرونکي ګډون غوښتنه په وار وار شوې ده

ملګري ملتونه ټینګار کوي چې د ښځو له ګډون پرته د افغانستان د شخړو د هواري او دایمي سولې لپاره هڅې نیمګړې پاتې کېږي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto