news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

اسلام‌اباد: د نشه‌ يي توکو نړیواله شبکه مو له منځه وړې

اسلام‌اباد: د نشه‌ يي توکو نړیواله شبکه مو له منځه وړې

اسلام‌اباد: د نشه‌ يي توکو نړیواله شبکه مو له منځه وړې

 بریانیوز شنبه ( ۱۴/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

اسلام‌اباد — د پاکستان د نشه‌ يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، چې له امریکا او سریلانکا سره د استخباراتي معلوماتو له شریکولو وروسته یې د نشه‌ يي توکو یوه نړیواله شبکه له منځه وړې ده

د دغې ادارې په وینا، په ترسره شویو عملیاتو کې ټولټال ۶۷۱ کیلوګرامه مېتامفیتامین نیول شوي، چې اټکلي ارزښت یې شاوخوا ۲۱ میلیونه ډالره ښودل شوی دی

چارواکي وايي، د کراچۍ په بندر کې د یوه کانټینر د پلټنې پر مهال ۲۰۰ کیلوګرامه مېتامفیتامین وموندل شول او د احسان‌الله په نوم یو افغان وګړی، چې د چارواکو په وینا د دغې شبکې مشر و، ونیول شو

د پاکستان د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې زیاته کړې چې له دې وروسته د امریکا او سریلانکا له اړوندو ادارو سره په ګډه عملیات ترسره شول، چې په پایله کې یې د سریلانکا د کولمبو په بندر کې ۴۷۱ کیلوګرامه نور مېتامفیتامین کشف او ضبط شول

چارواکي وايي، د استخباراتي معلوماتو شریکول او د هېوادونو ترمنځ ګډ عملیات د نشه‌يي توکو د نړیوالو شبکو د پېژندلو او مخنیوي لپاره مهم رول لري

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto