کابل : په لوړو زدهکړو کې د رادار او بېپیلوټه الوتکو نوي پوهنځي جوړېږي
بریانیوز دوشنبه ( ۱۶/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
د افغانستان د لوړو زدهکړو وزارت وايي، د هېواد د لوړو زدهکړو په چوکاټ کې د لومړي ځل لپاره د هوايي رادار، بېپیلوټه الوتکو او پرمختللو هوايي سیستمونو اړوند نوي تحصیلي پروګرامونه رامنځته شوي دي
د وزارت ویاند حافظ ضیاءالله هاشمي ویلي، دا پرېکړه د لوړو زدهکړو د عالي شورا په وروستۍ ناسته کې شوې ده
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په کابل پولیتخنیک پوهنتون کې د هوافضا او پرمختللو سیستمونو انجنیري پوهنځی هم جوړ شوی چې د بېپیلوټه الوتکو او ډرون سیستمونو انجنیري، د الوتکو انجنیري، هوافضا انجنیري او د رادار او اویونیک انجنیري برخې به ولري
وزارت وايي، د دغو نویو تحصیلي برخو موخه د هېواد د اړتیاوو لپاره د مسلکي او تخنیکي کادرونو روزنه او د لوړو زدهکړو په برخه کې د نوې ټکنالوژۍ اړوند تخصصونو پراخول دي
د لوړو زدهکړو وزارت په وینا، په همدې ناسته کې په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې ۲۴ نوي پوهنځي او ۲۹ نوې څانګې هم منظورې شوې دي. د وزارت رسمي وېبپاڼه هم د لوړو زدهکړو په بنسټونو کې د نوو تحصیلي برخو د پراختیا پر بهیر ټینګار کوي
د رادار او بېپیلوټه الوتکو په څېر تخصصونو رامنځته کېدل په داسې وخت کې دي چې په افغانستان کې د هوايي او تخنیکي برخو د مسلکي کادرونو اړتیا زیاته شوې ده. دغه ډول زدهکړې کولای شي محصلانو ته د الکترونیک، هوايي سیستمونو، مخابراتو، کنټرول او پرمختللو انجنیري برخو په برخه کې د تخصص زمینه برابره کړي
د لوړو زدهکړو وزارت وايي، د نوي تحصیلي پروګرامونو د رامنځته کولو لړۍ به د هېواد د اړتیاوو او د مسلکي زدهکړو د پراختیا له غوښتنو سره سم دوام ولري
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?