news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

تاشکند : له ازبکستان سره د افغانستان سوداګري ۱.۲۳ میلیارد ډالرو ته لوړه شوې

تاشکند : له ازبکستان سره د افغانستان سوداګري ۱.۲۳ میلیارد ډالرو ته لوړه شوې

تاشکند : له ازبکستان سره د افغانستان سوداګري ۱.۲۳ میلیارد ډالرو ته لوړه شوې

 بریانیوز دوشنبه ( ۱۶/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

 د ازبکستان د احصایې ملي کمېټې د تازه معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو اوو میاشتو کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه شاوخوا ۱.۲۳ میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده

د دغو شمېرو له مخې، افغانستان د ازبکستان د لسو سترو سوداګریزو شریکانو په نوملړ کې پنځم ځای لري. چین د ۱۱.۲۶ میلیارد ډالرو په سوداګرۍ سره لومړی، روسیه د ۸.۱۳ میلیارد ډالرو په کچه دویم، قزاقستان د ۳.۲۷ میلیارد ډالرو په کچه درېیم او ترکیه د ۱.۶۴ میلیارد ډالرو په سوداګرۍ سره څلورم ځای لري

د احصایې ملي کمېټې معلومات ښيي چې له افغانستان سره د ازبکستان سوداګري د تېر کال د همدې مودې په پرتله شاوخوا ۴۵.۸ سلنه زیاته شوې ده. افغانستان د ازبکستان د ټولې بهرنۍ سوداګرۍ شاوخوا ۲.۵ سلنه جوړوي

د افغانستان د سوداګرۍ خونې د چارواکو په وینا، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو لارو د پرله‌پسې بندېدو له امله یو شمېر افغان سوداګرو خپلې سوداګریزې لارې د منځنۍ اسیا پر لور اړولې دي. ازبکستان د افغانستان لپاره د دغو بدیلو بازارونو او ترانزیټي لارو له مهمو هېوادونو څخه بلل کېږي

د سوداګرۍ د پراخېدو ترڅنګ، افغان سوداګر له منځنۍ اسیا څخه خوراکي توکي، غوړي، درمل او یو شمېر نور توکي واردوي، په داسې حال کې چې وچې او تازه مېوې، غالۍ، غوښه او ځینې نور افغان تولیدات د سیمې بازارونو ته صادروي

اقتصادي شنونکي وايي، د افغانستان لپاره د پاکستان ترڅنګ د منځنۍ اسیا بازارونو ته لاسرسی د سوداګرۍ د تنوع لپاره مهم دی. د ازبکستان موقعیت هم افغانستان ته د منځنۍ اسیا د نورو هېوادونو او د شمال له لارې نړیوالو بازارونو ته د نښلېدو زمینه برابروي

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ د زیاتېدو بهیر په داسې وخت کې چټک شوی چې دواړه هېوادونه د سوداګرۍ، ترانزیټ، انرژۍ او سیمه‌ییز اتصال په برخو کې د همکاریو د پراخولو هڅې کوي. د تازه شمېرو له مخې، افغانستان اوس د ازبکستان د مهمو سوداګریزو شریکانو په کتار کې د پام وړ ځای خپل کړی دی

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto